صهیونیسټ رژیم باید د جنایتونو په خاطر سزا شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142836-صهیونیسټ_رژیم_باید_د_جنایتونو_په_خاطر_سزا_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن « زهرا ارشادي» وویل د هیګ له نړیوالې محکمې هیله کیږي چې په غزې کښې د سترو جنایتونو عاملانو ته سزا ورکړي.
(last modified 2023-12-08T05:17:39+00:00 )
Dec 08, 2023 08:23 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم باید د جنایتونو په خاطر سزا شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن « زهرا ارشادي» وویل د هیګ له نړیوالې محکمې هیله کیږي چې په غزې کښې د سترو جنایتونو عاملانو ته سزا ورکړي.

هغې د هیګ د نړیوالې محکمې د رم د منشور د غړیو هیوادونو په دوه ویشتمې غونډې کښې په غزې تړانګې کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم وحشیانه جنایتونو ته په اشارې سره وویل په تیره اونیو کښې ترسره شوي جنایتونو کښې تر ټولو جدي ترسره شوي جنایتونه یعني د بشریت پرضد جنایتونه ، نسل  کشۍ او جنګي جنایتونه شامل دي.

په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې «زهرا ارشادي »وویل د هیګ له نړیوالې محکمې هیله کیږي چې د دغو جنایتونو عاملانو ته سزا ورکړي او زیاته یې کړه د فلسطین ملت چې څه د پاسه پینځه اویا کاله کیږي له ظالمانه نیواک سره مخ دی د نسل وژنۍ او د نابودۍ په حال کښې دی.