-
د هرمزګان ولایت درې نور پلونه او یوسرُنګ د امریکاپه هوائي حملې کې زیانمن شول
Jul 18, 2026 05:35د ایران د هرمزګان ولایت مقام وئيلي دي، د امریکائي صهیونسیټي دښمن په دوامدارو بریدونو کې، نن سهار وختي په دغه ولایت کې درې نور پلونه او یو سرُنګ هم د امریکائي ترهه ګر پوځ په بمباریو کې زیانمن شول.
-
په اردن او کویت،عربستان او بحرین کې کې د امریکا پوځي اډې د ډرونز او توغندیو په شیشت کې
Jul 18, 2026 05:25د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
-
عراقچي: په امریکا کې به د اسرائیلو نفوذ به ډېر زر روښانه شي
Jul 18, 2026 05:10پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسرائیل د امریکائي مالیه ورکوونکو پیسې کاروي، څو په متحده ایالاتو کې هر نیوکه کونکی غږ غلی کړي، خو دا ټولې چارې به ډېرې زر بربنډې شي.
-
اغېزشیندونکي او هدفمند بریدونه به د آرامښت تربېرته ستنېدو دوام ولري
Jul 18, 2026 05:03پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې د دوي اغېزشیندونکي او ټارګټيډ بریدونه به تر هغې دوام ولري، څو بېرته آرامښت تأمین شي.
-
د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ خوارج وژل شوي
Jul 17, 2026 14:51د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم په بنو او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بېلابېلو نښتو کې د هندي پراکسي فتنه الخوارج ۲۴ ترهګر ووژل شول
-
د خاتمالانبیا (ص) مرکزي قرارګاه پرېکنده خبرداری: که پر بیخ بناوو برید وکړئ، د سېمې ټولې پاتې بیخ بناوې به په نښه کړو
Jul 16, 2026 12:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړ: که د ایران د بیخ بناوو په نښه کولو ګواښ عملي شي، هر هغه څه چې د ایران د زغم له امله تر اوسه سالم پاتې دي ـ یعنې د سیمې ټولې بیخ بناوې ـ به د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو د پولادي بریدونو لاندې له منځه یووړل شي.
-
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له خوا په بحرین کې د صهیونیسټي دښمن د هوايي رادار او د جنګي الوتکو د سونګ زېرمو له منځه وړل
Jul 16, 2026 18:01پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د بحرین د شیخ عیسی په اډه کې د متجاوز دښمن د هوايي کشف او کنټرول رادار او د جنګي الوتکو د سونګ زېرمو د پمپ سټېشن په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.
-
امریکا قرباني نه ،بلکې ترهه ګره او یرغلګر ه ده
Jul 15, 2026 14:18پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې کې د امریکا هغه ادعاوې یې بېبنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی نه لري.
-
د غزې په شمال کې د ښارګوټو جوړولو پلان د غزې د بیانیواک لپاره د اسرائیلو اصلي نیت څرګندوي
Jul 15, 2026 14:05پارس ټوډې – د عربي اتحادئې عمومي منشي د صهیونیسټ رژیم هغه پلان وغنده چې له مخې ئې د غزې په شمال کې نوي ښارګوټي جوړېږي.
-
افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي
Jul 15, 2026 07:43ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.