-
د هیرمند د حقابه بشپړ اجرا د ایران او افغانستان دمتقابلو ګټو تضمینونکې ده
Jun 11, 2024 08:44د ایران د اسلامی شورا یوه استازي ددې خبرې په کولو سره چې دهیرمند سین څخه د ایران د حقابه تعقیبول د دیارلسم حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ په لړ کې تعقیب شوي دي ،ووئيل، د هیرمند د حقابې بشپړ اجرا د ایران او افغانستان د متقابلو ګټو تضمینونکې ده .
-
افغان میرمنو په اسلام اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره وکړه
Jun 11, 2024 08:20د افغانستان د میرمنو له حقوقو سره اړونده د مختلفو مدني ډلو ټپلو سره اړونده میرمنو د حقوقو فعالانو د افغان میرمنو او انجونو په ضد د افغانستان د طالب حکومت د اقداماتو په دوام په اعتراض کې په اسلام اباد کې غونډه وکړه.
-
له افغانستان سره د مرستو لباره د خوړو نړیوال پروګرام ته د ۶۵۰میلیون ډالرو ضرورت دی
Jun 11, 2024 11:53په افغانستان کې د خوړو دنړیوال پروګرام دفتر په یوې اعلامیې کې ووئیل، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرسته رسونې لپاره شپږسوه پنځوس میلیون ډالري بودجې ته اړتیا لري.
-
هره ورځ ۲۴ افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان په مخنیوي وړ ناروغیو مري
Jun 11, 2024 03:45د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان په داسي ناروغیو مري چې د مخنیوي وړ دي.
-
په برکس کې غړیتوب په څو اړخیز نظام کې د ایران د موقعیت او اهمیت څرګندوي
Jun 10, 2024 11:45د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقری چې د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیګا روسیې ته تللی، وویل: بریکس یوه ستره نړیواله اقتصادي ډله ده چې د لویدیځ د یو اړخیزه پالنې له چوکاټه بهر او د مهمو هیوادونو په شتون سره رول لوبوي.
-
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په افغانستان کې پر ۳.۵ میلیونه وګړو نغدي مرستې وویشل شوې
Jun 10, 2024 11:20د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول هېواد کې پر ۳.۵ میلیونو اړمنو کسانو د نغدي مرستو د وېش اعلان کړی دی.
-
په سرې بحیرې کښې د برطانیې په جنګي بیړۍ برید شوی
Jun 10, 2024 02:28د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سور سمندر کښې په برطانوي جنګي بیړۍ او همداشان په نسل وژونکي صهیونیسټي رژيم پورې په اړوندو دوو کشتیو باندې د حملې خبر ورکړ.
-
چین او پاکستان په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه
Jun 10, 2024 02:04چین ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر په لړ کښې دواړه هیوادونه په افغانستان د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو غوښتونکي شول.
-
طالبان د کاسه ۱۰۰۰ پروژې پیلولو ته نزدې شوي دي
Jun 10, 2024 02:00د افغانستان د برښنا شرکت اجراییه رییس د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د پیل لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه کندوز ته سفر کړی او د دغه ولایت له چارواکو سره یې نظرونه شریک کړي دي.
-
طالبانو له کمال خان بند څخه د برېښنا تولید پیل کړ
Jun 10, 2024 01:51د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له کمال خان بند څخه د برېښنا د تولید د پیلیدو اعلان وکړ.