-
په غزې کې د وحشي اسرائيلیانو دجنایتونو ددرولولپاره هڅو ته دوام ورکوو
Feb 02, 2024 09:04د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد النخاله سره په ټيلیفوي تماس کې په غزې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو ددرولو لپاره د هلوځلو د دوام په ضرورت ټينګار وکړ.
-
ایران د یورانیمو د۶۰فیصدي پخولو تیزوالی کم کړی دی
Feb 02, 2024 08:37د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر مدعي شوی دی ،که څه هم ایران د یورانیمو د شپیته فیصدي پخونې زیرمې زیاتې کړي دي ، خو ددغو محصولاتو د تولید سپيډ ئې کم کړی دی .
-
د افغانستان طالب حکومت د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ مینځګړیتوب کوي
Feb 02, 2024 08:19د میلادي کال په لومړنۍ میاشت کې یوازې په خیبر پختونخواه صوبې کې ۲۷ حملې شوي دي .په عین حال کې په دغو کې د یوې حملې پړه هم ټي ټي پي په غاړه نه ده اخستې .
-
د غزې خلک هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي
Feb 02, 2024 03:03د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني کډوالو د مرستې رسونې او کارموندنې ادارې آنروا (UNRWA) په یوې بیانیې کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، اعلان کړی، له هغه ځایه چې د غزې په تړانګه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ننګونه ده، زیات خلک په دې سیمه کې د محرومیت او ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
-
د غزې د خلکو د عامې وژنې پر وړاندې چوپتیا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Feb 02, 2024 02:41د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس د ډله ایزې وژنې پر وړاندې چوپتیا، له نړیوالو ارزښتونو او قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله پټنځایونه نه لري او دا د نړیوالو بې ځایه تبلیغات دي
Feb 02, 2024 02:23د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت شورا وروستی راپور ردوي او وايي، طالبان په ټول افغانستان کې بشپړ واک لري او په دې هېواد کې د هېڅ ترهګرې ډلې پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
-
د شهادت کلتور دښمنان له ویرې سره مخ کوي
Feb 02, 2024 02:20زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د شهید جنرال سید رضي موسوي د څلویښتمې په مراسمو کې، د دې شهید اخلاقي او مجاهدانه شخصیت ته په اشارې سره وویل: "د شهادت کلتور، یو خالص اسلامي کلتور دی، چې دښمنان تل له ویرې سره مخ کوي.
-
تراوسه له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي
Feb 02, 2024 02:02د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې، چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
-
طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي
Feb 02, 2024 01:38د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.
-
درې ټاپوګان د ایران نه بېلېدونکې برخه ده
Feb 02, 2024 01:13د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیان سره چې درې ټاپوګان د اسلامي جمهوریت نه بېلېدونکې برخه ده وویل: د فارس خلیج د سیمې هېوادونه په دې پوهېږي چې په سیمه کې د ایران شتون، امنیت جوړوونکی دی او د امریکې او بهرنیانو شتون، د دې سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.