درې ټاپوګان د ایران نه بېلېدونکې برخه ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیان سره چې درې ټاپوګان د اسلامي جمهوریت نه بېلېدونکې برخه ده وویل: د فارس خلیج د سیمې هېوادونه په دې پوهېږي چې په سیمه کې د ایران شتون، امنیت جوړوونکی دی او د امریکې او بهرنیانو شتون، د دې سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ د ایران په سویل په بندر عباس کې، د هرمزګان ولایت له خلکو سره په کتنه کې وویل: درې ټاپوګان د اسلامي جمهوریت نه بېلېدونکې برخه ده او له ایران څخه به جلا نه شي او هغه کسان چې په نړۍ کې بل ډول خبره او لیکل کوي، دوی باید د هغه څه چې ویلي او لیکلي دي جبران کړي.
رئیسي ټینګار وکړ: نور هېوادونه باید پوه شي، چې پر درېیو ټاپوګانو باندې د اسلامي جمهوریت د حاکمیت ثابت اسناد او پخوانې مخینه، تل ثابته شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې هېواد په اقتصاد کې د هرمزګان ولایت رول ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه ولایت د ۹۰۰ کیلومترو په اوږدوالي له ساحل سره د پراخې اړیکې په لرلو سره، کولای شي د دغه ولایت او هېواد لپاره شتمني تولید کړي او ښکاریان په دې برخه کې یو مهم رول لوبوي.
رئیسي د هرمزګان ولایت پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: په تېرو دوو کلونو کې د حکومت د دیارلسمې دورې له پیل راهیسې، په دغه ولایت کې زر میګاواټه برېښنا تولید شوې، چې د زیربناوو په پراختیا کې مرسته کوي.