-
ننګرهار کښې ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ څاڅکي ورکول کیږي نور راپور واورئ
Nov 26, 2023 06:47زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې به نږدې یونیم ملیون پر شرایطو برابرو کوچنیانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړل شي.
-
"جان بولټن" هم د فلسطیني مقاومت پر وړاندې د "صهیونیسټي رژیم" ماتې ومنله
Nov 26, 2023 02:53د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار په یوه بیانیه کې منلې، چې حماس د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په تړاو ټلفونې خبرې وکړې
Nov 26, 2023 02:28د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ په ټلفوني خبرو کې، د فلسطین د بدلونونو او ځینو دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې وشوې.
-
پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
Nov 26, 2023 01:59د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.
-
په فراغت غونډه کې د ګډون ارمان مو په زړه پاتې شو
Nov 26, 2023 01:32وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په مياشت کې د طالبانو حکومت د نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې، یو شمېر هغه محصلانې چې د ماسټرۍ د زدهکړو وروستی سمسټر يې تېزس ليکلو ته ځانګړی شوی وو او سږ کال بشپړ شو، وايي ناهیلي دي چې د ماسټرۍ د زدهکړو د بشپړېدو خوښي نهشي نمانځلی.
-
له افغانستانه سیمې ته لاهم نشهيي توکي قاچاق کېږي
Nov 26, 2023 01:05د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
-
د اکو ظرفیَتونو ته د پاکستان کتنه او دسیمه ایز ارتباط لپاره د ایران لار
Nov 25, 2023 12:33د پاکستان موقتي لومړي وزیر انوار الحق کاکړد ایران له لارې د سیمه ایز ارتباط لپاره د اکو اقتصادي موسیسې له ظرفیّتونو څخه پر استفادې ټينګار وکړ.
-
امریکا او د بندیزونو په نشې ئې روږدیدا
Nov 25, 2023 08:55د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د امریکا او په بندیزونو ئې د روږدیدا په نامې سره د لړۍ له ننني دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې چې په اوو برخو مشتمله ده،په رسندوئي کړچارونو په تمرکز سره د هیوادونو په ضد له بندیز څخه د امریکا د آوزاري استفادې اړخونه د ویستنې د کارندوالي د څیړنو په یونټ کې تنظیم شوي دي.نو هیله ده چې له دغې لړۍ استفاده وکړئ شئ ، او تر آخره راسره ملتیا وکړئ.
-
د هرات د دوو شیعه ديني علماو د وژلې په هکله باید پلټنه وشي نور حال دلته لرو
Nov 25, 2023 12:19زمونږ خبریال راپور راکړی له افغانستانه د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ځانکړي راپور ورکونکي ریچارډ بینټ؛ په هرات ولایت کې د دوو شیعه دیني عالمانو په وژل کیدو اندیښنه ښودلې او په خپلواک ډول یې د دې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.
-
تاجیکستان د هرات د امنیتي غونډې کوربه دی
Nov 25, 2023 12:11فارس خبري اژانس راپور راکړی د هرات د امنیتي خبرو اترو نوي غونډه چې د طالبانو د حکومت استازیو ته هم پکښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده د تاجیکستان په کوربه توب د نوامبر د میاشتې په اتویشتمه او نهویشتمه نیټه ترسره کیږي.