تاجیکستان د هرات د امنیتي غونډې کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142114-تاجیکستان_د_هرات_د_امنیتي_غونډې_کوربه_دی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د هرات د امنیتي خبرو اترو نوي غونډه چې د طالبانو د حکومت استازیو ته هم پکښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده د تاجیکستان په کوربه توب د نوامبر د میاشتې په اتویشتمه او نهویشتمه نیټه ترسره کیږي.
(last modified 2023-11-25T11:16:43+00:00 )
Nov 25, 2023 15:41 Asia/Kabul
  • تاجیکستان د هرات د امنیتي غونډې کوربه دی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د هرات د امنیتي خبرو اترو نوي غونډه چې د طالبانو د حکومت استازیو ته هم پکښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده د تاجیکستان په کوربه توب د نوامبر د میاشتې په اتویشتمه او نهویشتمه نیټه ترسره کیږي.

د افغانستان د سټراټيژیکې موسسې مشر «داود مرادیان» وویل د هرات د امنیتي خبرواترو یولسمه غونډه د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو د استازیو په ګډون سره د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کښې ترسره کیږي.

هیله کیږي چې په دغه په دغه غونډې کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د پیوستون ، د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو کولو ، د جنسیتي برابرۍ او د ډیموکراسۍ د پراختیا لپاره د ملي خبرو اترو په شمول د افغانستان په بیلابیلو او مهمو مسائیلو باندې غور وشي.

دا دوهم کال دی چې دغه غونډه د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کښې ترسره کیږي.