-
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر: د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» زیات دی
Sep 25, 2023 12:23افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.
-
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي لیدنه کړې
Sep 25, 2023 11:36د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي آصف دراني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.
-
کابل طبي پوهنتون کې د کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
Sep 25, 2023 10:59په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي چې په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج کړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د ننګرهارپه حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ
Sep 25, 2023 10:57چارواکي وایي د دې دستګاه د فعالیت په پیلېدو سره به د روغتون په ټولو واټونوکې بستري ناروغانو ته د اکسیجن اړتیا پوره شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
رئیسي: ایران اټومي وسلو ته اړتیا نه لري
Sep 25, 2023 09:43د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د ایټمي وسلو، په عمومي ډول د ډله ییزې تباهۍ وسلو کارول د ایران په پوځي اصولو کې هیڅ ځآی نلري، ځکه په دغه ډول وسلو باور نلري.
-
ننګرهار کښې د اکسیجن د تولید ماشین کار پیل کړی نور حال دلته واورئ
Sep 25, 2023 02:41زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ.
-
د افغانستان د دریو ولایتونو له بې وزلو سره مرستې شوي
Sep 25, 2023 01:33صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی ملګروملتونو ته اړونده د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې په زرګونو بې وزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي مرستو د ویشلو خبر ورکړ.
-
جرمني په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
Sep 25, 2023 01:05زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د باندنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په امنیتي حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
-
مالیزیا د افغانستان د طالبانو په سیاستونو نیوکه وکړه
Sep 25, 2023 00:55زمونږ خبریال راپور راکړی د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د هیواد د ښځو او د انجلیو پرضد د محدودیت سیاستونه لغو کړي.