-
پاکستان ته په قاچاقي ډول د تاریخي کتابونه او د پخوانیو ورځپاڼو له وړل کېدو مخنیوی شوی
Aug 05, 2023 14:23چارواکي وایي چې چاته به له افغانستان څخه دباندې د تاریخي او لرغونو آثارو د قاچاق اجازه ورنه کړي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده
Aug 05, 2023 12:09د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د «نړیوال خوراکي خوندیتوب» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، یو شمېر ګډونوالو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
-
د پاسپورټونو ویش پراخ او ګړندۍ کیږي
Aug 06, 2023 01:22د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له یوشمیر افغانستاني ښاریزو سره په کتنه کښې یې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پراخیدو او ګړندي کیدو خبر ورکړ.
-
طالبانو په افغانستان کې د امام خمیني (ره) د خیریه کمېټې فعالیتونه بند کړي
Aug 05, 2023 10:46په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال میثم مهدي پور په خپل ټویټر کې لیکلي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د دغې کمېټې فعالیت بند دی او طالبان باید د دې لامل روښانه کړي. نور جزئیات زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
ننګرهار کې څه باندې سل میلیونه افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Aug 05, 2023 07:40چارواکي وایي چې په دې پروژو کې د اوبو سربندونه، کانالونه، استنادي دیوالونه، خامه سرکونه او د باراني اوبو د زېرمه کولو واړه بندونه شامل دي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
امیر عبداللهیان د ایران او پاکستان ترمنځ ۵ میلیارد یورو ته د تبادلې پر لوړولو ټینګار وکړ
Aug 05, 2023 09:36د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: ایران او پاکستان د تبادلې د زیاتولو لپاره پنځه میلیارده یورو يي هدف ټاکلی دی.
-
اسلامي حکومتونه باید قرآن ته پر سپکاوي کوونکي هېوادونه د تېلو او انرژۍ بندیز ولګوي
Aug 05, 2023 12:28د ایران د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې له اسلامي حکومتونو څخه وغوښتل چې هغو هېوادونو ته د تېلو او انرژی پر لېږلو بندیز ولګوي، کوم چې قرآنکریم ته سپکاوی کوي.
-
امریکا د طالبانو په حکومت نیوکې زیاتې کړي سیاسي شناندي ضیا احمد تکل ، عزیز معارج او تمیم عارف مهمند څه نظرونه لري؟
Aug 05, 2023 11:27امریکا د افغانستان د طالبانو په لنډ مهاله حکومت نیوکې ډيرې کړي دي د طالبانو د خارجه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ، مخکنی ډيپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج او پخوانی ولایتي مرستیال تمیم عارف مهمند خپل نظرونه په دغه ګردي میز کښې څرګند کړي دي چې اوریدو بلنه یې درکوو.
-
په مسکو کې د ۱۲ هېوادونو د استازو په حضور کې د قرآنکریم د سپکاوي پر ضد ډیپلوماتیکه غونډه
Aug 05, 2023 10:35د ۱۲ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په هغه غونډه کې چې په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربتوب جوړه شوې وه، د ځینو لوېدیځو هېوادونو هغه کړنې چې د قرآنکریم د سپکاوي په خاطر ترسره کېږي، وغندلې.
-
شهباز شریف د پاکستان پارلمان منحلوي
Aug 05, 2023 08:56پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دغه هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي.