د پاسپورټونو ویش پراخ او ګړندۍ کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136700-د_پاسپورټونو_ویش_پراخ_او_ګړندۍ_کیږي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له یوشمیر افغانستاني ښاریزو سره په کتنه کښې یې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پراخیدو او ګړندي کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-08-05T20:59:34+00:00 )
Aug 06, 2023 01:22 Asia/Kabul
  • د پاسپورټونو ویش پراخ او ګړندۍ کیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له یوشمیر افغانستاني ښاریزو سره په کتنه کښې یې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پراخیدو او ګړندي کیدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو خارجه وزیر «امیر خان متقي» په قطر کښې له استوګنو یوشمیر افغان قومي مشرانو سره په کتنه کښې وویل چې په نزدې راتلونکي کښې به د پاسپورټونو د ویش لړۍ پراخه او ګړندۍ شي.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال ویاند په یو ټویټ کښې ولیکل چې په قطر کښې استوګنو افغان قومي مشرانو له متقي سره په ملاقات کښې د کابل او دوحه ترمینځ د الوتنو د پیلیدو غوښتنه وکړه او هم یې په قطر کښې د افغانستان په سفارت کښې د پاسپورټونو د چاپ او ویش د بهیر په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وویل چې د دغې غونډې ګډونوالو د خارجه وزارت له سرپرست نه وغوښتل چې د قطر د ویزا د صادرولو او د افغانانو لپاره د کار د زمینې د برابرولو په لړ کښې مرستیا او ملګرتیا وکړي.

له دې مخکښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په دغه سفر کښې د افغانستان په چارو کښې د قطر د خارجه وزارت له استازي سره د سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې او په بیلابیلو برخو کښې یې له افغانستان سره د دوحې د لازیاتې ملګرتیا غوښتنه وکړه.

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په داسې حال کښې قطر ته تلی دی چې تر راتلونکو څه کم دوو اونیو کښې په افغانستان کښې د طالبانو حاکمیت دوه کلن کیږي خو تراوسه یې نړیوال رواوالی نه دی موندلی.

متقي په دې سفر کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو له سفیرانو سره په کتنه کښې، د دغو هیوادونو له خوا د افغانستان په حقیقتونو د پوهیدو غوښتنه وکړه.

هغه له ټولو هیوادونو په تیره بیا امریکې څخه وغوښتل چې په طالبانو باندې د دباؤ او بندیزونو سیاست پریږدي او د افغانستان له نوي حکومت سره مثبت او رغنده تعامل پیل کړي.