-
OIC دې د قرآن د سپکاویو د ارزونې لپاره سملاسی غونډه جوړه کړي
Jul 23, 2023 09:27د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیر عبداللهیان د متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدا... بن زاید آل نهیان سره په ټيلیفوني تماس کې په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي په درستې نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو د داغی کیدا سبب وبلل او ددغو سپکاوي کونکو عاملانو سره ئې د جدي چلند په ضرورت ټینګار وکړ،
-
ننګرهار کې د انترکلب تر نامه لاندې د کرېکټ سیالۍ پېل شوې
Jul 23, 2023 07:59په دې سیالیو کې د کرکت دوه کم پنځوس سیمه ایزې لوبډلې برخه لري. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار محمد آصف شینواري راپور واورئ
-
کونړ کې ځایي خلک د روغتیایي اسانتیاوو له نه شتونه سر ټکوي
Jul 23, 2023 07:56ځایي چارواکي هم د روغتیا په برخه کې موجودي ستونزې مني خو وایي چې د حل لپاره یې مټې رابډ وهلي دي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په زابل ولايت کې د تېر په پرتله روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی
Jul 23, 2023 07:38د افغانستان د زابل ولایت دعامې روغتيا رياست چارواکو خبر ورکړی چي په دې ولايت کې د پخوا په پرتله روغتيايي خدمتونه ښه شوي. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
د افغانستان په ځينو ولايتونو کي په راتلونکو ۳ ورځو کې د سېلابونو اټکل شوی
Jul 23, 2023 12:10د اوبو او برښنا وزارت د افغانستان د سينديزو حوزو په ځينو سيمو کې د زمري د مياشتي له لومړۍ تر درېیمې نېټي د اوبو د کچي لوړوالي او د سېلابونو اټکل کړی. دغه وزارت خبر ورکړی چي د هلمند او کابل په حوزو کې د ناڅاپي اورښتونو له امله د سېلابونو ډېر اټکل شوی دی. نور حال زموږ د همکار نعمت الله په راپور کې واورئ
-
د ایران په سیستان او بلوچستان کې په ترهه ګرې حملې کې څلور پولیسو شهیدان شول
Jul 23, 2023 11:53په راپور کې وئيل شوي دي،د سیستان اوبلوچستان ولایت د پولیسو په خبرتیا کې راغلي دي،ترهه ګرو د خاش تفتان په لاره کې پر ګزمه کونکو پولیسو برید کړی چې دغه مرګ ژوبلې ئې اړولي او له پيښې وروسته له هغه ځایه په تښتې کې بریالي شوي دي.
-
د قرآن کریم په سپکاویو دغبرګونونو دوام
Jul 23, 2023 11:38په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د افراطیانو په لاس د قرآن کریم بیا بیا سپکاويو،په درستې اسلامی او عربی نړۍ او د نړۍ په نورو سیمو کې د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده چې هماغه راز دوام لري.
-
د ایران د هوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې مانوره نن شپه پیلیږي
Jul 23, 2023 10:47د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندان ووئيل،د فداییان حریم ولایت هوائي اقتدار یولسمه مانوره،د هوائي ځ واک د ټولو کنډکونو په ګډون سره نن شپه پیلیږي.
-
په افغانستان کې دې د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم شي
Jul 23, 2023 08:56د افغانستان اهل تشیّع مشران په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د دستورو په مناسبت د لګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.
-
د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي
Jul 23, 2023 08:34د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.