د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136088-د_نړۍسرې_میاشتې_ادارې_دافغانستان_سرې_میاشتې_ټولنې_سره_مرسته_وکړي
د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې  زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی  او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 23, 2023 08:34 Asia/Kabul
  •  د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي

د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې  زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی  او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان همدااوس د امریکائي پوځيانو د شل کلن نیواک او دهغو له امله د جنګ له کبله له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی. دغه نیواکګري او جنګ په افغانستان کې داقتصادي بیخ بینائي تاسیساتو د نابودۍ لامل  شوي دي .

زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست مولوی مطیع الحق خالص پرون په کابل کې د ځينو هیوادونو د سرې میاشتې ټولنو له  استازو سره په کتنې کې  ووئيل، له  افغانستان سره د نړۍ دهیوادونود سرې میاشتې د ټولنو مرستې باید له سیاسی مسئلو ورآخوا وي.

د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې  زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی  او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.

دغه غوښته په داسې حال کې مطرح شوې ده چې افغانستان همداراز دطبیعي پیښو په وړاندې د نړۍ یو ترټولو تاوان موندونکی هیواد دی.د افغانستان له پيښو سره د مبارزې د چارو د و زارت د احصایو په اساس، په تیر کال کې  په دغه هیواد کې د مځکې د خوئيدو او سیلاب پشمول په طبیعي پيښو کې څه دپاسه یوزر سل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،  همداراز په دغو پیښو کې کابو لس زره هستوګنې کورنه په بشپړ ډول یا نسیبي ډول وران شوي دي،افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې دی چې د آب  وهوا  د بدلیدا څخه ترټولو زیات تاوان مومي.