-
د الانبار ائتلاف د مقاومت ډلو د وسلو سپارل له عراق څخه د خارجي ځواکونو له وتلو سره مشروطه وبلل
Aug 15, 2026 06:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د متحد الانبار ائتلاف غړي یاسر الدلیمي له عراق څخه د ټولو خارجي ځواکونو د وتلو ، د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او د هیواد په کورنیو چارو کښې د خارجي لاسوهنې د مخنیوي په شمول په عراق کښې د اسلامي مقاومت ډلو لخوا د وسلو د سپارلو د کار د ځنډولو غوښتنه وکړه.
-
د عراق لومړی وزیر:اجازه نه ورکوو زمونږ له خاورې د ګاونډیو پرضد استفاده وشي
Aug 13, 2026 11:21پارس ټوډې- د عراق لومړي وزیر «علي فالح الزیدي» ټینګار وکړ هیڅ چا ته به د عراق د هوايي حریم او د واکمنۍ د خلاف ورزۍ کولو اجازه ورنکړو او دغه راز اجازه نه ورکوو چې د عراق خاوره او هوايي حریم په ګاونډیو باندې د برید سرچینه ووسي.
-
عراقچي: ایران نړۍ ته ثابته کړه چې یو سرسخت او نه ماتېدونکی ځواک دی
Aug 11, 2026 13:53پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، په وروستۍ جګړه کې د ایران اسلامي جمهوریت ځان نړۍ ته ثابت کړ او ښکاره یې کړه، چې یو سرسخت او نه ماتېدونکی ځواک دی.
-
د عراق د پارلیمان استازی: امریکا په سیمه کښې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده
Aug 08, 2026 13:23پارس ټوډی- د عراق د پارلیمان د امنیت او دفاع د کمیشن غړي د واشنګټن د مداخله غواړو سیاستونو په غندلو سره ټینګار وکړ: امریکا د نړیوالو ژمنو په ماتولو او د شخړو ته په لمن وهلو سره، په لویدیځې آسیا کښې د امنیت او ثبات د راتلو ستر خنډ ګڼل کیږي.
-
د ایران او عراق ترمنځ د علمي، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو پراختیا
Aug 06, 2026 12:03پارس ټوډی – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر په بغداد کې د عراق د بیتالحکمه له مشر سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
-
د عراق امنیتي پلاوی به ډېر ژر ریاض ته سفر وکړي
Aug 06, 2026 12:00زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی د دغه هېواد یو امنیتي پلاوی به ډېر ژر د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر وکړي.
-
عراقچي؛د ایران او عراق اړیکې په تر ټولو غوره حالت کې دي
Aug 04, 2026 13:19پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، چې د حضرت امام حسین(ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره نجف اشرف ته تللی، تهران ته د عراق د لومړي وزیر وروستی سفر ئې رغنده بللی او و یلي ئې ذي :ایران او عراق په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې نږدې او دوامدارې ملګرتیاوې لري.
-
د عراق د صلاحالدین ولایت په یوه چاڼخونه کې چاودنه شوې + ویډیو
Aug 03, 2026 14:54د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د عراق د صلاحالدین ولایت د بیجي د تېلو په چاڼخونه کې د هایدروجن په یوه واحد کې د تخنیکي ستونزې له امله چاودنه شوې ده.
-
د کربلا بینالحرمین له زیارت کوونکو ډک دی + ویډیو او انځورونه
Aug 03, 2026 12:16د کربلا بینالحرمین له هغو زیارت کوونکو ډک شوی چې د اربعین د پلي مزل له ترسره کولو وروسته دې ښار ته رسېدلي دي.
-
د ایران د پارلمان استازی: په اربعین کښې د میلیونو زیارتوالو ګډون، د دښمانانو د رسندوي جنګ د ماتې نښه ده
Aug 03, 2026 11:28پارس ټوډې- د ایران د پارلمان د ټولنیز کمیسیون غړي وویل: د دښمنو رسنیو له تبلیغاتو سره سره د حسیني (ع) اربعین په لاریون کښې د خلکو پراخ ګډون د اسلامي امت د وحدت او د دښمنانو د ناکامۍ ښودنه کوي.