د عراق امنیتي پلاوی به ډېر ژر ریاض ته سفر وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی د دغه هېواد یو امنیتي پلاوی به ډېر ژر د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر وکړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت پرون ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوی به په نږدې راتلونکي کې ریاض ته واستول شي.
دغه وزارت د سفر د کره نېټې او د خبرو د اجنډا په اړه نور جزییاست نه دي ورکړي.
دا سفر په عمان کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د عراق د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین تر کتنې وروسته اعلان شوی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه په وروستیو اوونیو کې د سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو تر بریدونو او د ریاض تر پوځي غبرګون وروسته له امنیتي کړکېچ سره مخ شوي او اوس هڅه کوي د دې کړکېچ پایلې مدیریت کړي.