Pars Today
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د پاکستان د وزیراعظم، عمران خان د افغان لنډمهالي حکومت په تړاو څرګندونو ته په ځواب کښې ویلي، د افغانستان برخلیک پخپله د افغانانو کار دے نه د نورو هېوادونو.
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې تفتان ته د کویټې د ریل پټلۍ د جوړولو د طرحې په بشپړې اجرا سره، له ایران سره خپل ریلي ارتباط پراخوي.
بهرنیو چارو وزارت، د افغان صلحې په اړه د پاکستان د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کې د یاد هېواد د سفارت استازے احضار کړ
د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او تهران د اړیکو له مخکښې نه په زیاتې پياوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: پاکستان په سختو وختونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې هیڅ کله نه هیروي.
د پاکستان وزيراعظم د اقتصادي ملګرتيا د تنظيم اېکو د ايراني عمومي سېکتر هادي سليمانپور په کتنه کښې اطمينان ورکړ چې اسلام آباد د اېکو له اهدافو څخه ملاتړ کوي.
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر په اسلام آباد کښې د ترکیې د سفیر په کتنه کښې د دې دواړو هیوادونو ترمینځ د ویزې د لغوه کیدو خبر ورکړ.
د سعودي صلاحکار خارجه وزير د پاکستان له وزيراعظم عمران خان د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د فوځ له مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د پاکستان وزیراعظم له خپلې برطانوۍ همرتبه او همداشان د قطر له امیر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمینځ د وروستیو شخړو په هکله خبرې اترې وکړې.
د پاکستان خارجه وزير د هغه هندي پائيلټ کورنۍ ته چې د پاکستان فوځي ځواکونو وړمه ورځ نيولے ؤ په يو پېغام کښې وويل، اسلام آباد به له هغه سره انساندوستانه سلوک ولري.
د پاکستان د وزيراعظم په حکم به له ايران سره د دغه هېواد په ګډو پولو کښې دېوال ووهلے شي.