د ايران ولسمشر د پاکستان د وزيراعظم سرکاري هرکلے وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81668-د_ايران_ولسمشر_د_پاکستان_د_وزيراعظم_سرکاري_هرکلے_وکړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر نن په سرکاري توګه د سعد آباد په تاريخي – کلتوري کمپلېکس کښې د پاکستان د وزيراعظم هرکلے وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2019 08:11 Asia/Kabul
  • د ايران ولسمشر د پاکستان د وزيراعظم سرکاري هرکلے وکړ

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر نن په سرکاري توګه د سعد آباد په تاريخي – کلتوري کمپلېکس کښې د پاکستان د وزيراعظم هرکلے وکړ.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې په دغو مراسمو کښې د ايران او پاکستان د ملي ترانو له غږولو وروسته ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د وزيراعظم عمران خان دګارډ آف آنر له رسم نه پس ورسره لوړ رتبه پلاوي يو بل ته معرفي کړل.

د ايران ولسمشر او د پاکستان وزيراعظم د هرکلي له مراسمو وروسته دوه اړخيزې خبرې اترې شروع کړې

په مختلفو سياسي، اقتصادي او کلتوري زمينو کښې د دوه اړخيزو ملګرتياو وده د حسن روحاني او عمران خان د خبرو اترو ځينې موضوع ګانېاعلان شوې دي.

د پاکستان وزيراعظم تهران ته له راتلو مخکښې په مشهدمقدس ښار کښې د لنډ وخت لپاره ايسار شواو د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع)  له زيارت څخه شرفياب شو.