پر جنوبي لبنان د اسرائیلو بریدونه؛ د منع شوو بمونو کارول
-
پر جنوبي لبنان د اسرائیلو بریدونه
پارس ټوډی - صهیونیستي رژیم پر لبنان د خپلو بریدونو په دوام، په نبطیه کې له فاسفور لرونکو بمونو څخه کار اخیستی دی.
د مهر خبري اژانس په حواله، صهیونیستي رژیم د جنوبي لبنان په نبطیه سیمه کې د خپلو بریدونو پر مهال له فاسفور لرونکو بمونو څخه استفاده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د دغه ډول بمونو کارول منع دي.
همداراز راپور ورکړل شوی چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د دغه هېواد د ملکي وګړو د کورونو د چاودنې او ویجاړولو لپاره د صهیونیستي رژیم له لوري پراخ عملیات ترسره شوي دي.
المیادین هم راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د ارنون او کفر تبنیت ترمنځ سیمه کې یوه ستره چاودنه رامنځته کړې ده.
همداراز راپور ورکړل شوی چې اسرائیلي توپچي ځواکونو د میس الجبل سیمې شاوخوا تر توپچي بریدونو لاندې راوستې ده.
د لبنان روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۸ زره او ۹۱۵ کسان وژل شوي او ۳۰ زره او ۵۴۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له دویمې، یعنې پر ایران د جګړې له پیل راهیسې، په لبنان کې ۴ زره او ۳۴۸ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۳۰۷ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیستي رژیم پوځ د اوربند د پرلهپسې نقض او پر جنوبي لبنان د بریدونو په دوام، دغه سیمه د هوايي او توپچي بریدونو هدف ګرځوي.