• د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي

    د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي

    Jan 26, 2024 02:34

    د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.

  • ټي ټي پي په افغانستان کې نشته

    ټي ټي پي په افغانستان کې نشته

    Jan 26, 2024 02:19

    طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.

  • د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

    د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

    Jan 26, 2024 02:07

    د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».

  • مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني

    مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني

    Jan 26, 2024 01:57

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.

  • له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو

    له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو

    Jan 26, 2024 01:35

    په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.

  • د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري

    د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري

    Jan 26, 2024 01:05

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.

  • افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري

    افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري

    Jan 25, 2024 02:38

    پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.

  • د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته

    د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته

    Jan 25, 2024 02:09

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

  •  ؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(

     ؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(

    Jan 24, 2024 08:54

    د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره دخپل ملګری ...د اسرائيلو په باب لس مشهورو دروغو دلړۍ  د څلورم مطلب له لومړۍ برخې سره ستاسو په خدمت دی ، باید ووایو چې ددغې لړۍ څلورم مطلب په دوو برخو کې ستاسو خدمت ته وړاندیږي ،په دې هیله  چې  د استفادې وړ مو وګرځي.

  • د کشتیو له اودرولو د یمن د پوځ هدف د اسرائیلو په لاس د نسل وژنې مخنیوی دی

    د کشتیو له اودرولو د یمن د پوځ هدف د اسرائیلو په لاس د نسل وژنې مخنیوی دی

    Jan 24, 2024 09:17

    د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ملګرو ملتو له عمومي منشي سره په کتنه کښې وویل: د نیواکي ټاټوبي په لور د تلونکو کشتیو له اودرولو د یمن د پوځ هدف، د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایت او نسل وژنې بندول دي.