-
د لبنان، بندیزونو او شتمنیو په اړه د ایران او امریکا ترمینځ په مذاکراتو کې پرمختګ شوی
Jun 22, 2026 12:32پارس ټوډې- سید عباس عراقچي د یکشنبې په شپه د سویس د بورګن اشټوک له اوږدو او کوټلو خبرو اترو وروسته په خپل ټولنیز چینل کې ولیکل: د پاکستان او قطر نه ستړې کېدونکي منځګړیتوب د لبنان د جګړې پای ته د رسولو لپاره مهم پرمختګونه راوستل.
-
د خاتم الانبيا (ص)غونډ اعلامیه؛ هرمز تنګی وتړل شو
Jun 21, 2026 05:23پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د حضرت خاتم الانبيا (ص) مرکزی غونډ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، د جنګ د پای د تفاهمليک د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرلهپسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی د بېړيو او کشتیو د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
-
وروستۍ خبرې اترې د تفاهمليک د پنځو مادو د عملي کېدو په شرط دي
Jun 21, 2026 05:33پارس ټوډې – د ايران د اسلامی جمهوریت د بهرنيو چارو وزارت وياند سویس ته د ايراني پلاوي سفر په اعلانولو سره ويلي دي چې په دغو خبرو اترو کې به د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو غوښتنه وشي او دا به روښانه شي چې مقابل لوری غواړي خپلې ژمنې په څه ډول عملي کړي.
-
له هرمز تنګي د بېړیو او کښتیو د تګ راتګ شرایط اعلان شول
Jun 20, 2026 04:43پارس ټوډې – د فارس خلیج د اوبلارې د مدیریت ادارې د اسلامآباد د تفاهملیک له مخې د تېرېدونکو بېړیو او کشتیو لپاره اړینې لارښوونې خپرې کړې.
-
د اسرائیلو له خوا په لبنان کې د اوربند خلاف ورزي خطرناکې پایلې لري
Jun 20, 2026 05:44پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي چې دواړو هېوادونو د صهیونیستي رژیم له خوا د اوربند د سرغړونو په اړه ژَوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
د پاکستان او سعودي مشرانو د ایران او امریکا د مذاکراتو پرمختګ حیاتي وباله
Jun 20, 2026 05:36پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.
-
۱۴ مادهییز تفاهملیک د امریکا لپاره حقیقي ماتې وهر
Jun 20, 2026 05:26پارس ټوډې – د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي چې ۱۴ مادهییز تفاهملیک د امریکا لپاره یوه ریښتینې ماتې وه.
-
د نسلوژونکې مرګ وحشي فرقه د ټول بشریت لپاره ګواښ دی
Jun 20, 2026 04:52پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
-
پزشکیان د قطر له امیر سره په خبرو کې: د اسلامآباد هوکړهلیک د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو فرصت دی
Jun 19, 2026 05:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ډیپلوماټیکو بهیرونو د اسانتیا په برخه کې د دوحې له رغنده رول څخه مننه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پایته رسېدو هوکړې ته یې لار هواره کړه.
-
د امریکا د سمندري محاصرې ناکامېدل؛ د ایران تیلوړونکو بېړیو تګ پیل کړ
Jun 16, 2026 11:28پارس ټوډې- د ایران پنځه بېړۍ د ایران پر ضد د سمندري محاصرې له پای ته رسېدو وروسته له نړیوالو اوبو څخه تېرې شوې.