-
په غزه کې د شهیدانو شمېر ۷۳ زره او ۴۵۴ تنو ته لوړ شو
Aug 31, 2026 04:52پارس ټوډی - د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې د نسلوژنې د جګړې د شهیدانو شمېر ۷۳ زره او ۴۵۴ تنو ته لوړ شوی دی.
-
پر لوېدیځه غاړه د اسرائیلي پوځ پراخ بریدونه
Aug 30, 2026 14:07پارس ټوډی - د اسرائیلو اشغالګر پوځ د یکشنبې سهار د فلسطین پر لوېدیځه غاړه په ګڼو ښارونو، کلیو او کډوالو کمپونو پراخ بریدونه کړي دي.
-
شیخ نعیم قاسم: د خلکو په ټینګښت سره اسرائیل په خپلو درې واړو جګړو کې مات شوی
Aug 30, 2026 14:02پارس ټوډی - د لبنان حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د وحدت اونۍ په مناسبت په خبرو کې وویل: اسرائیل په خپلو درې واړو جګړو کې مات شوی او د دې ماتې لامل د خلکو ټینګښت و.
-
امریکايي قاضي: د اسرائیلو د منتقدانو چوپ کول د اساسي قانون خلاف دي
Aug 30, 2026 12:01په کالیفورنیا کې یوه فدرالي قاضي اعلان کړی چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت له خوا د هغو بهرنیو اتباعو او بهرنیو محصلانو ایستل، چې د اسرائیلي رژیم د کړنو او د غزې پر جګړه انتقاد کوي، د امریکا د اساسي قانون خلاف دي.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»
-
د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري
Aug 29, 2026 07:25د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص دی.
-
وحدت د حقیقي دښمن په لور د مخ اړولو او له داخلي شخړو څخه د وتلو په معنا دی
Aug 29, 2026 07:22د لبنان د حزبا... ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ خوښ او وړ اسلامي وحدت هغه دی چې امت له وابستګۍ او ځانبايلنې څخه وژغوري، د امت د حقیقي دښمن پر لور د مخ اړولو لامل شي او له داخلي شخړو څخه د وتلو معنا ولري.
-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
-
د اسلامي هېوادونو د همغږۍپیاوړتیا د سیمې د ثبات د ټینګښت لامل کېږي
Aug 26, 2026 05:36پارستودي ــ د ایران ولسمشر د سیمې پراخو زېرمو او سترو شتمنیو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې دښمنان دغو شتمنیو ته د طمې په سترګه ګوري او د ترلاسه کولو لپاره ئې د اختلاف، جنګ او شخړو د رامنځته کولو هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې وضعیت پر وړاندې د مقابلې یوازینۍ لار د اسلامي هېوادونو هوښیارتیا او یووالی ساتل دي.
-
له پاکستانيو او عماني مېلمنو سره تر لیدنې وروسته د ایران خارجه وزیر پر ټینګې ډيپلوماسۍ ټینګار وکړ
Aug 26, 2026 06:22د اسلامي جمهوریت ایران د بهرنیو چارو وزیرووئيل:د یوه نوي دهلیز د جوړولو لپاره وړاندیز شوی چوکاټ، د ماینونو په ګډه پاکول او د هرمز تنګي راتلونکی مدیریت، د دغې تګلارې څرګندې بېلګې دي.»