پر لوېدیځه غاړه د اسرائیلي پوځ پراخ بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177402-پر_لوېدیځه_غاړه_د_اسرائیلي_پوځ_پراخ_بریدونه
پارس ټوډی - د اسرائیلو اشغالګر پوځ د یکشنبې سهار د فلسطین پر لوېدیځه غاړه په ګڼو ښارونو، کلیو او کډوالو کمپونو پراخ بریدونه کړي دي.
(last modified 2026-08-30T09:38:44+00:00 )
Aug 30, 2026 14:07 Asia/Kabul
  • پر لوېدیځه غاړه د اسرائیلي پوځ پراخ بریدونه

پارس ټوډی - د اسرائیلو اشغالګر پوځ د یکشنبې سهار د فلسطین پر لوېدیځه غاړه په ګڼو ښارونو، کلیو او کډوالو کمپونو پراخ بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلي پوځ تر ملاتړ لاندې صهیونیستي مېشتو کسانو هم پر فلسطینیانو بریدونه کړي، چې له امله یې نښتې رامنځته شوې، یو شمېر فلسطینیان نیول شوي او د هغوی مالونو ته زیان اوښتی دی.

اسرائیلي پوځ د الخلیل، جنین، نابلس، رام‌الله، البیره، طوباس او طولکرم په سیمو کې کورونه پلټلي او په ځینو سیمو کې یې د اوښکې بهوونکي ګاز کارولی دی.

بلخوا، اسرائیلي ورځپاڼې «معاریو» راپور ورکړی چې پوځ پر لوېدیځه غاړه د لبنان او غزې له سیمو څخه د خپلو ځواکونو د یوې برخې د انتقال په اړه غور کوي.