-
عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 07:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
-
یوناما د پاکستان په بریدونو کې د ۱۳ ملکیانو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدل تأئید کړل
Feb 24, 2026 02:41په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې له ټولو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی بند کړي.
-
نوري المالکي: د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ به لاس وانخلم
Feb 24, 2026 02:38پارس ټوډې - نوري المالکي د خپلې استعفا په اړه د اوازو په ردولو سره، ټینګار وکړ چې هغه به د امریکا د فشار لاندې د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ څخه لاس وانخلي.
-
هند: پاکستان د خپلو کورنیو ناکامیو د تپلو لپاره پر افغانستان بریدونه کړي
Feb 23, 2026 12:26هند د یکشنبې په ورځ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، په کلکه وغندل.
-
پر ننګرهار د پاکستان د بریدونو له امله ۸ زدهکوونکي هم شهیدان شوي
Feb 23, 2026 12:03د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «ګردي کڅ» سیمه کې د پاکستان له لوري په شوي بمبار کې چې ۱۷ کسان پکې شهیدان او ۵ ټپیان شوي وو، د څلورو جسدونه لا هم نادرکه دي او د ژغورنې عملیات پایته رسېدلي.
-
د ایران پولې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستۍ او دوامداره امنیت مرکزونه دي
Feb 22, 2026 11:37پارس ټوډې – د ایران د انتظامي قوماندان مرستیال، د ایران پولې له ګاونډیو هېوادونو سره د تړاو او دوستۍ مرکزونه وبلل.
-
د سپاه پاسداران په ضدد اروپائي اتحادئې د اقدام په ضد د ایران غوڅ غبرګون
Feb 22, 2026 11:01پارس ټودې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اروپائي اتحادئې د غیرقانوني اقدام په ځواب کې، چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري او هوایي ځواکونه ئې ترهګر او رګانونه اعلان کړي، د ټولو اروپائي هېوادونو سمندري او هوائي ځواکونه ئې د ترهګرو اورګانونو په توګه وبلل.
-
د افغانستان په څو سيمو کې هوایي بریدونه شوي دي
Feb 22, 2026 01:34زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، د پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
-
د پاکستان په بنو سیمه کښې د پوځ یو لوړرتبه افسر او یو عسکر وژل شوي
Feb 22, 2026 01:29زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بیلابیلو سيمو کې بیګا په داسې حال کې بريدونه شوي چې د شنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید کې د يوه ډګرمن په ګډون دوه تنه وژل شوي وو.
-
پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په پټنځایونو بریدونه کړي دي
Feb 22, 2026 01:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان اطلاعاتو وزارت وویل چې دوې د استخباراتي معلوماتو پراساس په افغانستان کښې د ترهګرو په اوو پټنځایونو باندې بریدونه کړي دي.