نیویارک ټایمز؛د ایران کوټلې حملې لا ددؤونکي شوي دي
پارس ټوډې – د امریکا مشهورې نیویارک ټایمز خپرونې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي؛ د ایران توغندوي اوډرونز حملې لااغیزشیندونکي او دردوونکي شوي دي.
پارس ټوډې د فارس له قوله راپور راکړ، د تهران د وروستیو شپو ورځو د کوټلو حملو په باب د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې تحلیل ښئ چې د ادعاګانو په اپوټه، نه یوازې د ایران غچ اخستونکی توان له مینځه تللی نه دی، بلکې د هغوي دتوغندیو او ډرونز د شیشت اندازه دوه برابره شوې ده او هره حمله حتی که مخه ئې هم ونیول شي، نو مرګز ژوبلې او تاوانونه له ځان سره لري.
نیویارک ټایمز په روان جنګ کې د ایران د پوځی توانمنیو د نابودلو او د بې غاښو دښمن په توګه ئې د دوي انځورولو باندې مشتمل د امریکا د ولسمشر ادعا پسې په ملنډې وهلو سره لیکلي دي، د ایران ډرونز اوتوغندوي حملې ښئ چې تراوسه پورې هماغه شان دردؤنکي کیدلی شي.
ددغه راپور په اعتراف ، دهغو حملو ټولګه چې په وروستیو څو شپو ورځو کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي مرکزونو او اډو او د اسرائيلو په ضد شوي دی، ترټولو وروستي شواهد دي، چې ایران په کافی اندازه توغندي او ډرونز لري څ و پرخپلو دښمنانو باندې درانده لګښتونه وتپي ، په داسې حال کې چې دغه پیغام هم ورکوي چې د ټرمپ له ملنډو د ډکو څرګندونو په اپوټه ایران تراوسه پورې په جدي توګه د جنګ په میدان کې شتون لري.
ددغه راپور په دوام کې راغلي دي، په میلیونونو اسرائیلیان تراوسه پورې شپه او ورځ د ایران دتوغندیو دغورا او ویجاړیدا لهویرې د پناه ځایونو په لور په ورځ کې څو ځله منډې وهي . هره ورځ د خطرې د ټلئ کړنګیدا او د چاودنو غږونه د دوي ویره اووحشت او حک بک پاتیکیدا لاپراخوي او نه پوهیږي چې څه وکړي.
ډیری کارپوهان په دې اند دي چې ایران له لسیزو مخکې څخه د ؛محتوم جنګ ؛ په درک کولو سره داسې دفاعي بیخ بینائيانې جوړې کړي چې د نفوذ هیڅ امکان نه لري چې اوس هم د هغوي د مقاومت جبهې جوړوي. امریکا چې یوه ورځ په عمومی تصوّر کې ماته نه خوړونکی زبرځواک بریښول کید، اوس دخپلو لومړنیو موخو په تحقق کې په بې وسئ او عملیاتي تاوان موندنې سره مخامخ شوی دی. د ایران بریاوې ، د هرمز تنګي رانیولې او د دښمن دپوځي مرکزونو او اډو له کمزورتیا رانیولې د مقاومت د چورلیز د نفوذ تر پراختیا او سرحدي ګواښونو تر شنډیدا پورې ښئ چې په سیمې کې د قدرت معادله د یوه داسې هیواد په ګټه بدله شوې ده، چې ددغې ورځې لپاره ئې ځان له ډيرو مودو راهسې تیار کړی ؤ.