-
طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري
Feb 11, 2024 01:03د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.
-
په باميان کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 09, 2024 14:15ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
د عمران خان ګوند او ملګري یې د ۵۲ څوکیو ګټلو سره مخکښ دي
Feb 09, 2024 12:57د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۵۲ څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.
-
افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټيټيپي وسلهوال زموږ لپاره ګواښ دي
Feb 09, 2024 10:01د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې واخلي.
-
د هرات والي د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل سره وکتل
Feb 08, 2024 01:50د افغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل صديقي فر سره وکتل.
-
د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقعبينانه او عملي دی
Feb 08, 2024 01:28د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقعبينانه» او «عملي» بللی دی.
-
ایران له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات کوي
Feb 07, 2024 11:27د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې دغه هېواد به د روان کال په پای کې، د سیمې د امنیت د تامینولو په هدف، له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات ترسره کړي.
-
په پاکستان کې د دوو چاودنو له امله ۲۹ کسان مړه او ګڼشمېر نور ټپیان دي
Feb 07, 2024 09:52په بلوچستان کې د پولیسو رسمي سرچینې وایي، چې په پشین کې د یوه خپلواک نوماند په ټاکنیز دفتر د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
-
تېر کال له افغانستان څخه له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته صادرات شوي دي
Feb 07, 2024 09:43د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.