-
د ایران د وسله والو ځواکونو پروړاندې د امریکا د بې اساسه تورونو ردېدل
Feb 07, 2024 08:42په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: ایران د خپلو وسله والو ځواکونو په خلاف د امریکې بې اساسه تورونه په کلکه ردوي.
-
د امنیت شورا غونډه او په لوېدیځه آسیا کې د امریکا او بریتانیا د وروستيو بریدونو غندنه
Feb 06, 2024 11:24په عراق او سوریه کې د امریکا د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه، د دوشنبې په مازدیګر د فبرورۍ په پنځمه جوړه شوه او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري دیکارلو د سیمه ایزو شخړو د لوړ انساني او اقتصادي لګښت په اړه خبرداری ورکړ.
-
د امریکا بریدونه د سوریې، عراق او یمن له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده
Feb 05, 2024 12:49د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی په دې خبرې په ټینګار سره وویل: د سپینې ماڼۍ اقدامات د دې څرګندونه کوي چې د امریکې حکومت غواړي د صهیونیسټي رژیم لاسونه د جنایتونو د دوام لپاره آزاد پرېږدي.
-
صهیونسټي رژیم د غزې په مرکز کې د عوامو کورونه او جومات په نښه کړی
Feb 05, 2024 08:17د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې صهیونسټي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د ملکي فلسطینیانو کورونه او یو جومات بمبار کړی، چې له امله یې تر ۳۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
-
په خیبر پښتونخوا صوبې کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
Feb 05, 2024 08:07د پاکستاني او نړيوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې نن دوشنبې سهار د پولیسو پر مرکز برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
-
د عراق، یمن ، فلسطین او سوريې امنیت د ټولې سیمې امنیت دی
Feb 05, 2024 00:00تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لویدیځې اسیا د هیوادونو په خاوره باندې د امریکا له تیریو وروسته وویل د عراق ، د سوریې ، د یمن او د فلسطین امنیت د ټولې سیمې امنیت دی.
-
د امریکا ځوانان په پوځ بدبینه او بې اعتماده دي
Feb 04, 2024 10:50زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا«نیوزویک» اوونیزې راپور ورکړ د پیو(pew) موسسې د نوي نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا نیمايي ځوانان چې عمرونه یې له دیرشو کلونو کم دي د پوځ په هکله بدبینه دي او په پوځ اعتماد نلري او دغه موضوع نن سبا د امریکا پوځ د ځواکونو د جذبولو له مشکل سره مخامخ کړی دی.
-
عربستان په ځنډ سره د اسرائیلو نسل کشۍ ته غبرګون وښود
Feb 04, 2024 09:36زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان دفاع وزیر «خالد بن سلمان»د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم لخوا په غزې تړانګه کښې د فلسطین د بې دفاع خلکو د نسل کشۍ او د وژلې د یوسل شلو(۱۲۰) ورځو له تیریدا وروسته د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه.
-
امیر عبداللهیان په سوریې او عراق کې د امریکا پر وروستیو بریدونو نیوکه وکړه
Feb 04, 2024 02:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا وروستي تیري، د هغو غلطو تګلارو نتیجه ده، چې د چارو د حل لپاره یې له پوځي لارې کار اخیستی دی.
-
عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول
Feb 04, 2024 01:39د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د شنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا په اوه کاله بند او جریمه محکوم شول.