-
د نیوزلینډ پر وړاندې لوبه کې مشفیق الرحیم عجیبه سوزېدل
Dec 06, 2023 09:57د نیوزلینډ او بنګلدېش ترمنخ په ټیسټ لوبه کې بنګلدېشي ویکټ کیپر بیټسمین مشفیق الرحیم له بولډ، ایلبي ډبلیو، کیچ او رن اوټ پرته په عجیبه ډول وسوزېده.
-
امریکا ته د حشمت الله شاهدي سفر؛ ۱۱۰ زره ډالر مرسته یې را ټوله او اوس سوداګریز لیګ کې لوبیږي
Dec 06, 2023 07:20د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو لپاره په بېلا بېلو غونډو کې ۱۱۰ زره امریکایي ډالر مرسته را ټوله او اوس به د یاد هېواد په یو سوداګریز لیګ کې ولوبیږي.
-
پاکستانۍ رسنۍ: د افغانستان کرکټ بورد غواړي سلمان بټ د توپ وهنې سلاکار وټاکي
Dec 04, 2023 12:02پاکستانۍ رسنۍ دنیا نیوز خبر ورکړی چې د افغانستان کرکټ بورد له لورې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني کپتان سلمان بټ سره اړیکه شوې او ورته یې وړاندیز کړی، ترڅو ورسره د هند پر وړاندې سیالیو لپاره د توپ وهنې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړي.
-
ننګرهار کې په لومړي ځل د څلورکسیز والیبال سیالۍ ترسره شوې راپور دلته واورئ
Dec 04, 2023 09:41زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي له دې سیالیو یې موخه د لوبغاړو هڅونه او د هیواد په کچه د دا دول لوبو د سیالیو لپاره چمتووالی نیول دي.
-
د کرکټ ملي لوبډلې یو پخواني لوبغاړي په ننګرهارکې ۲ سوه ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده
Dec 01, 2023 04:19له دغه لوبغاړي سره په کار اخته ځوانان وایي د بیکارۍ له امله یې د هېواد د پرېښودو نیت کړی وو، د ملي لوبډلې دغه لوبغاړي له لورې ورته د کار موندنې له امله په هېواد کې پاتې او له ژوند څخه خوښ دي.
-
یوګانډا په لومړي ځل نړیوال شل اوریز جام ته لاره پیدا کړه
Nov 30, 2023 11:33یو ګانډا او نمبیا لوبډلو د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته لاره پیدا، خو کینیا او زیمبابوۍ په دغه جام کې د لوبیدو څخه بې برخې پاتې شول.
-
جاوید افریدی: د پېښور زلمو ټولې سیالۍ دې پېښور کې ترسره شي
Nov 30, 2023 07:47د پاکستان د سوداګریز لیګ اړوند د پېښور زلمو لوبډلې مشر جاوید اپریدي ویلي چې دا ځل به د پېښور زلمو ټولې سیالۍ پخپل کورني لوبغالي پېښور کې ترسره کېږي.
-
راشد خان بېرته تمرینات پیل کړل او حشمت الله شاهدي راستانه شویو افغانانو ته مرستې را ټولوي
Nov 30, 2023 07:15د افغانستان د شل آوریزو لوبو کپټان او مشهور لوبغاړی راشد خان د ملا د عملیاتو وروسته، تېره ورځ یو ځل بیا تمرینات پیل کړل، بلخوا د یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو کپټان حشمت شاهدي د امریکا په سفر تللی او له کډوالۍ راستانو شویو افغانو ته یې د مرستې را ټولولو لړۍ پیل کړې.
-
د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 08:43د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
-
د پاکستان دوه کرکټرانو د دغه هېواد د پولیسو د رشوت کیسه رسوا کړه
Nov 28, 2023 08:55پاکستاني کرکټرانو عامر یامین او صهیب مقصود په ټولنیزو رسنیو کې د سندهـ پولیسو د رشوت کیسه رسوا کړې او ویلي چې سره له دې چې دوی ورته د نړیوال لوبغاړي په توګه ځآن ور پېژندلی،خو بیا یې هم ترې په هرو پنځوس کیلو مترۍ کې د رشوت غوښتنه کړې.