د IPL بولي؛ یواځې عظمت الله عمرزی واخیستل شو
د هندوستان سوداګریز لیګ IPL دوه زره څلرویشتم کال سیالیو لپاره بولۍ ته وړاندې شویو لس افغان لوبغاړو کې یواځې عظمت الله عمرزی واخیستل شو.
عظمت الله عمرزی په ۵ میلیونه هندي کلدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې لخوا واخیستل شو، په دې لوبډله کې له وړاندې راشد خان او او نور احمد لګڼوال هم شتون لري.
په IPL لیګ کې لس لوبډلې شتون لري چې د بولۍ لپاره ورته د ۱۱۹ هندي لوبغاړو په ګډون ټولو ۳۳۳ لوبغاړي شارټ لیست شوي وو.
راشد خان، رحمن الله ګربز، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او نوراحمد هغه پنځه افغان لوبغاړي دي چې له وړاندې په دغه لیګ کې د خپلو لوبډلو له لوري ساتل شوي وو.
خو د بولۍ په مراسمو کې محمد وقار سلامخیل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، مجیب الرحمن، قیس احمد، محمد نبي، فرید احمد، الله نورغضنفر او اظهارالحق نوید یو هم د کومې لوبډلې لخوا وانخیستل شو.
د نن ورځې په بولۍ کې د اسټرالیا تېز توپ اچوونکی میچل سټارک د کلکتې لوبډلې له لورې په ۲۴ کروړه او ۷۵ لکه هندۍ کلدارو واخیستل شو چې د لوړ قیمت درلودونکې لوبغاړي ریکارډ یې جوړ کړ.