-
سنډرز له امریکا څخه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نتانیاهو له نوې تګلارې سره مخالفت وکړ
Jun 07, 2026 11:43پارس ټوډې – د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواک سناتور اعلان کړی چې هغه به له هغه قانون سره مخالفت وکړي چې دا مهال په کانګرس کې تر بحث لاندې دی او د امریکا په پوځي ـ صنعتي جوړښت کې د اسرائیلو نفوذ زیاتوي.
-
غریب آبادي: ګروسي په بشپړه توګه د امریکې او لویدیځ په لاس کښې دی
Jun 07, 2026 07:32پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو د زوارت د حقوقي او نړیوالې برخې مرستیال د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د نوي رپورټ په غبرګون کښې وویل: که آژانس غواړي چې د ډیپلماټیکې حل لارې یوه برخه ووسي نو باید د سیاسي دباو په اوزار د فني رپورټ له بدلولو ډډه وکړي.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
Jun 07, 2026 05:54ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه په دوو ورځو کې خپله فصلي غونډه دایره کړي.
-
د امریکې له خوا د اوربند پرله پسې خلاف ورزۍ ته د ایران غبرګون: د ځان دفاع د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په بنیاد ده
Jun 07, 2026 05:43پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اداري تاسیساتو باندې د امریکې د ترهګر پوځ تیری او په سیریک سیمې او قشم جزیرې باندې ساحلي څارنه په کلکه وغندله.
-
د فائو استازی: د کرنې په برخه کې د بریکس همکاري د نړیوالې سوداګرۍ راتلونکی مسیر ټاکي
Jun 06, 2026 17:31پارس ټوډې – د روسیې له فدراسیون سره د فائو د اړیکو دفتر رئیس ټینګار وکړ چې د بریکس غړو هېوادونو همکاري د کرنې او خوړو په سکټور کې د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ په راتلونکي کې ټاکونکی رول لري.
-
ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا لري
Jun 06, 2026 12:14د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک د برېښنا اسانتیا لري، او په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټي دښمن پر ضد د لبنان د حزب الله ۳۲ عملیاتونه
Jun 06, 2026 12:10پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د صهیونیسټي رژیم د اهدافو پر وړاندې ۳۲ عملیاتونه ترسره کړي دي.
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
د بحرین رژیم د مذهبي او دیني مشرانو له نیولو څه هدف لري؟
Jun 05, 2026 16:44پارس ټوډې – د بحرین آل خلیفه رژیم د مذهبي مشرانو د ځپلو د سیاست په دوام، یو شمېر نور مذهبي او دیني مشران هم نیولي دي. د آل خلیفه رژیم له لوري د مذهبي او دیني مشرانو نیول نوی سیاست او نوې چاره نه ده، بلکې د دې رژیم د نږدې پنځوس کلن تاریخ یوه برخه جوړوي. خو د اوسني ځپلو کچه او د نیول شویو کسانو پراخ شمېر بېساری بلل کېږي.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.