-
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر: د اسرائیلو د رژیم او امریکايي چارواکو له خوا د ټرور ګواښونه، د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده
Jun 28, 2025 09:17پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم د چارواکو د بې شرمه څرګندونو په سختې غندنې سره، د ملګرو ملتو له سرمنشي او امنیت شورا وغوښتل چې د ټرور دغه ګواښونه په سختو ټکیو وغندي او دا ډول څرګندونې، غیرقانوني، غیرمسئولانه او ترهګرې وبولي.
-
ایران د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې له مخې د امریکا د سفیر خودسره تفسیر غندلی دی
Jun 26, 2025 15:14پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې له مخې، د امریکا د سفیر خودسره تفسیر، چې د ایران د سوله ییزو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو د توجیه لپاره کارول شوی، غندلی دی.
-
د امنیت شورا په غونډه کې د اسرائیل د استازي حضور ته د ایران اعتراض؛ پر ایران جګړه له هر وخت څخه ډېره څرګنده ناکامه شوه
Jun 25, 2025 09:25پارستودي - د ایران سفیر په ملګرو ملتونو کې ټینګار وکړ چې ایران د جګړې پیلوونکی نه دی او د فریبکارۍ او دوهمخي معیارونو له پامه غورځولو به تېر نه شي، او د امنیت شورا په وروستۍ دورهیي او عادي غونډه کې، چې د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک او برجام په اړه وه، د اسرائیلي رژیم د استازي حضور ته یې اعتراض وکړ.
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د امریکا برید پر ایران د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی
Jun 22, 2025 10:08پارس ټوی - د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا لخوا د ایران پر اټومي مرکزونو د تجاوزکارانه برید له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
-
ایران امنیت شورا ته د ګروسي څخه شکایت وکړ
Jun 22, 2025 04:48پارس ټوډی ـ د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د عمومي رئیس پر وړاندې د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په اړه د هغه د چلند له امله شکایت وکړ.
-
که د اسرائيلو په وړاندې اوس مسلمانان یو موټی نه شول،نوسبا به د ټولو وار وي
Jun 14, 2025 13:00دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په خپلې وینا کې وویل ،اوسمهال د ایران او اسرائیلو ترمینځ جګړه روانه ده. اسرائیلو پر ایران ناروا او وحشی ډوله برید وکړ، د ایران پوځي تاسیسات قوماندانان او ساینس پوهان ئې په نښه کړل . په دې ټول وضعیت کې اسرائیل یوازې نه دی او تر شا ئې ستره دسیسه ده. ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي
-
یوه ایراني چارواکي په زغرده ووئيل؛ پر اسرائیلو به بریدونه نور هم زیات شي
Jun 14, 2025 09:34ایراني چارواکي سياېناېن ته وویل ؛د ایران اسلامي جمهوریت به د هر هغه هېواد سیمهایزې اډې په نښه کړي چې له اسرائیلو سره مرسته کوي.
-
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر: په درېیم مرکز کې د غني کولو عملیات به د ماشینونو له سمبالولو وروسته پیل شي
Jun 13, 2025 01:52پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د حکامو شورا لخوا د ایران ضد پریکړه لیک له صادرېدو وروسته د دې په بیان سره چې د غني کولو درېیم مرکز جوړ او چمتو شوی او یو خوندي او امن ځای دی، وویل: هرڅومره ژر چې په درېیم ځای کې د ماشینونو نصب او تجهیزات بشپړ شي، موږ به په نوي ځای کې د غني کولو عملیات پیل کړو.
-
ایران د امنیت شورا ته په یوه لیک کې د خپل اټومي پروګرام په اړه د درې اروپایي هېوادونو ادعاوو ته څنګه ځواب ورکړی دی؟
Jun 12, 2025 11:42پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د جون په ۱۱مه د چهارشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او له برجام څخه د ایران له لورې د سرغړونې په اړه د درې اروپایي هېوادونو بې بنسټه ادعاوو ته ځواب ورکړ او ویې ویل:
-
په نړۍ کې ۱۲۲ میلیونه خلک د جګړو له امله بېځایه شوي
Jun 12, 2025 10:22د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د جګړو او ځورونو له امله څه باندې ۱۲۲ میلیونه خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.