-
د افغانستان د خلکو د سلامتیا د تامین لپاره له ایرانه د طالبانو غوښتنه
Jan 13, 2024 12:23په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا او درملنې په نظام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګونو په قدرونې سره، د افغانستان د خلکو د درملیزې روزنې او سلامتیا د نظام په پیاوړتیا کښې د ایران د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
-
پاکستان وايي د ټي ټي پي په هکله یې دریځ نه دی بدل شوی
Jan 13, 2024 11:56د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د فضل الرحمن دا سفر شخصي ګڼلی او ویلي یې دي چې هغه د پاکستان د حکومت استازیتوب نه کاوه.
-
اسرائیلو د هیګ په محکمه کښې شرموونکې ماتې وخوړه
Jan 13, 2024 09:10د سویلي افریقې د عدلیې وزیر د هیګ په نړیواله محکمه کښې د اسرائیلو له فاینل دفاعیاتو وروسته وویل چې د اسرائیلو رژیم ډیره شرموونکې ماتې وخوړله.
-
د تورخم سرحد بیا بند شو
Jan 13, 2024 08:21د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل چې د پاکستان مسئولانو د تورخم په دروازه کښې د افغان موترچلوونکو لپاره ځینې نوې ستونزې جوړې کړې دي.
-
د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې ۱۰ نور فلسطینیان شهیدان شول
Jan 13, 2024 07:10د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې د رفح سرحد ختیځ اړخ ته د فلسطیني کډوالو د هستوګنې خواوشا بمباري وکړه چې له امله یې د څو ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ځیني نور هم زخمي شول.
-
د پاکستان علماوو او علمیه حوزو ته د انقلاب د معظم رهبر د تسلیت پیغام
Jan 12, 2024 01:26د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پاکستان د تکړه عالم حجت الاسلام الحاج شیخ محسن علي نجفي د وفات له امله، د پاکستان له علماوو او علمیه حوزو سره خواخوږي څرګنده کړه.
-
د ایران سمندري ځواکونو د امریکا د تېلو وړونکې کښتۍ نیولې ده
Jan 12, 2024 04:07د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو عامه اړیکو، د محکمې په حکم سره، د عمان په سمندرګي کې د امریکې د تیلو وړونکې کښتۍ د نیولو خبر ورکړ.
-
په افغانستان کې د څلورو سترو کانونو قراردادونه لاسلیک شول
Jan 12, 2024 02:02د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو پرون پنجشنبه له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره د څلورو سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.
-
افغان کډوالو ته د ویزو د ورکړې لپاره هېڅ ژمنه نه شته
Jan 12, 2024 01:48د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې افغان کډوالو ته د ویزې د ورکړې او په دغه هېواد کې د اوسېدو په موخه هېڅ ژمنه نه ده شوې.
-
افغانستان د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري
Jan 12, 2024 01:39د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اضافي ځانګړي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.