آیت الله رئیسي ولې د ایران د ولس لپاره قدرمن ؤ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148830-آیت_الله_رئیسي_ولې_د_ایران_د_ولس_لپاره_قدرمن_ؤ
پارس ټوډې -  د یوه شناندي په وینا؛ آیت الله رئیسي ډير قدرمن ؤ.داسې کس چې  په کنایو کې ئې خبرې نه کولې، نه ئې هم دعوه او جنګ جګړه نه  کوله او د اپوزیشن لپاره به ئې لانجې  او جنجال   نه رامینځة کاوۀ.
(last modified 2024-05-21T10:57:00+00:00 )
May 21, 2024 15:20 Asia/Kabul
  •   د آیت الله رئیسي د ولایتي سفرونو  انځورونه
      د آیت الله رئیسي د ولایتي سفرونو  انځورونه

پارس ټوډې -  د یوه شناندي په وینا؛ آیت الله رئیسي ډير قدرمن ؤ.داسې کس چې  په کنایو کې ئې خبرې نه کولې، نه ئې هم دعوه او جنګ جګړه نه  کوله او د اپوزیشن لپاره به ئې لانجې  او جنجال   نه رامینځة کاوۀ.

د ایران د  اسلامی جمهوریت د شهید ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي  د ولایتي سفرونو  پړاؤ ته یوه لنډه شان کتنه ؛

 لومړۍ؛ په لنډې مودې کې آیت الله رئیسي  دومره زر  زر د ایران مختلفو سیمو ته  سفرونه کول  او بیا به د کارونو تعقیبولو پسې ؤ چې دا دی اوس د مختلفو ولایتونو خلک  پخپله شهید ولسمشر د ژوند په باب  وائي؛ ته وا ،همدا پرون وه چې راغلی ؤ: خلک  د هغه په خاطر د زړه د ځوریدل په همدې خاطر دي  چې هغه ئې په کرتو له ډیر نزې لیدلی او احساس کړی دی. هغه شپې ورځې چې په کرونائي  بحران کې روغتونونو او درملتونونو ته تلو، هر ځل به او د ایران درستو خلکو به احساسوله  چې له نزدې ئې  ویني. هو! طبیعي ده چې  ددغې همیشنۍ یوځاي کیدا  آشنائۍ لپاره؛ باید د ایران ملت  اوس دومره  دومره غمجن  دی او بې خوده شوی دی.

دوهم ؛ آیت الله رئیسي ډير قدرمن ؤ. داسې کس کې هیڅکله ئې هم په کنایو کې خبرې نه کولې، د اپوزیشن لپاره ئې هیڅ ډول مشکل او جنجال نه جوړوۀ،نه ئې خلک فکرمند کول، هو! همداسې بې جنجاله او تقوا دار انسان  حتما قدرمن کیږي چې  قدرمن هم  شو.

دریم ؛ هغه و رځ چې آیت الله رئیسي  د حضرت امام  رضا علیه السلام د حرم  منجوّر شو، په خلکو کې یوه ولوله او ځوږ رامینځةشو،هغه ورځ هم چې د ۱۳۹۶ لمریز کال د  ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې ئې ګډون وکړ، او سره له دې چې  په دغو  سیالیو کې ناکام شو ، خو بیا ئې هم  په عامو خلکو کې دینداري  او ارزښت پالنې ځوږ راپورته کړ. کله چې  چې د قضایه قوې  د مشر په توګه  ئې فعالیتونه پیل کړل، نو بیا هم  دهغه اقداماتو دینی پانګه تولید کړه او په ۱۴۰۰لمریز کال  انتخاباتو کې  هم کله  به بریالیتوب سره ولسمشر شو ، نو ددیندارۍ او آئیډیل پالنې ځوږ نوره هم زیات شو .

یو خداي غواړی باطن په ظاهره په په درو مختلفو ډګرونو،یعني  د امام رضا د تولیّت یا منجورئ  اوقضاؤته رانیولی د سیاست تر ډګره پورې، په ټولنې کې  ددین غوښتې او ارزښت پالنې څپه رامینځةکولی شي.

څلورم؛  که څه هم آیت الله رئیسي  له ظاهري پلوه  له مونږ ه تللی دی ، خو د هغه لویه فتح ، ولس ته د اسلامی جمهوری نظام د حکومت  د خادموالي  او  د خدمت کونې  د احساس پیاوړتیا وه چې  د هغه د شهادت  په برکت سره  لاژوره او تثبیت  هم شوه .د شهید وینه همیشه  د دښمن  په مقابل کې عمل کوي او د ایران د ولس د محاسباتو او احساس د بدلولول پاره د اقتصادي او رسندوئي  جنګ د میلیونونو ډالرو پلان  سره ګډودولی شي. که  د شهید قاسم سلیماني شهادت  د جمهوری اسلامی  نظام د اقتدار او اجتماعي پانګې  د لویوالي  داحیاء سبب شوی،  نو د آیت الله رئیسي  شهادت  یو بل او دوهم ګام ؤ  او  هغه، د  ایران  په اسلامی جمهوي نظام کې  په حکومت او د ولسمشرۍ په اورګان د خلکو دخدمت کونې ،د اعتماد  او د  خوشبینۍ د حس پیاوړتیا وه .  

( دغه مطلب د ؛جهان‌تیغی، مهدی. 1403. جمهوری اسلامی از شهادت حاج قاسم تا شهادت آیت الله رئیسی. خبرگزاری فارس په څیر  له سرچینو په منننې او ستاینې سره راخستل شوی دی).