-
د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا ۳ سندونه لاسلیک شول
Sep 23, 2023 04:28پرون د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا د دریو سندونو د لاسلیکیدو درستورې په هانګژو ښار کښې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو شي، جین پینګ او بشارالاسد په شتون سره ترسره شوې.
-
له اسلاموفوبیا سره په مقابلې د پاکستان د وزیراعظم ټینګار
Sep 23, 2023 04:27د پاکستان وزیراعظم د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې په خپلې وینا کښې وویل: اسلام آباد له اسلامه له ویرونې او د مقدساتو خلاف له سپکو اقداماتو سره په ډله ایزې مقابلې ټینګار لري.
-
حماس د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د نتانیاهو څرګندونو ته غبرګون وښوده
Sep 23, 2023 04:24د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځڼګ ویاند(حماس) د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې له نیواکګر رژیم سره جوړجاړی سبب شو چې هغه په خپلې وینا کښې د فلسطینیانو خلاف بدمعاش ډوله لحجه غوره کړې وه.
-
د فرنګي غیږنیونې د اتلولۍ په سیالیو کښې ایران د سرو زرو میډل وګټه
Sep 23, 2023 01:34د ایران ۱۳۰ کیلوګرامه پهلوان امین میرزازاده د نړیوالو سیالیو په فاینل مقابله کښې د ترکیې مشهور پهلوان ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو میډل ترلاسه کړ.
-
دښمنان او پردي کسان په سیمه کې ځای نه لري
Sep 22, 2023 14:01د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: دښمنان او پردي کسان په سیمه کې هېڅ ځای نه لري او د سیمې د وسله والو ځواکونو پیاوړتیا د سیمې د سولې په ګټه ده.
-
د طالبانو له خوا د اوبو په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو د اندېښنو ردېدل
Sep 22, 2023 12:19د طالبانو د اوبو او برښنا وزیر عبداللطیف منصور ویلي، افغانستان د آمو سیند د اوبو په اړه له هېڅ هېواد سره تړون نه لري، خو د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی.
-
د پکتیا ځاځياریوب کې یوه لېوه یو ماشوم وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي
Sep 22, 2023 12:17د افغانسان د پکتیا ولایت په ځاځياریوب کې یوه لېوه درې کسان داړلي چې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان دي.
-
ایران اوقطر په سیمه ایزو او نړیوالوموضوعګانوکې سره یو شان نظرلري
Sep 22, 2023 02:01امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د تهران او دوحې مخ په وده اړیکو په بهیر باندې خوښي وښودله او د ملګرتیاؤ ددغې برخې د پیاوړتیا په ضرورت په ټينګار سره په سیمه ایزو او نړیوالو زمینو کې د ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار وکړ.
-
له طالبانو پرته د افغانستان په باب دملګروملتو غونډه وخت ضائع کول دي
Sep 20, 2023 10:08د افغانستان طالبانو د افغانستان په باب د ملګروملتو غونډه ددغه هیواد د نماینده د نه شتون په دلیل بې نتیجې وبلله .
-
د بندیانو تبادله او ایران پرضد د واشنګټن د دریځونو دوام
Sep 19, 2023 12:04د امریکا ولسمشر بایډن په ایران کی د امریکایی بندیانو د خوشی کیدا د تاییدولو په ترڅ کې د ایران د پخوانی ولسمشر احمدي نژاد او اطلاعاتو وزار ت د بایکاټ خبر ورکړ