طالبانو د ملګرو ملتو سازمان په پلویتوب تورن کړ
په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر مدعي شو چې ملګرو ملتو، دغه حکومت ته د افغانستان د کرسۍ په سپارلو کښې د خپلې بې طرفۍ خیال نه دی ساتلی.
په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر مدعي شو چې ملګرو ملتو، دغه حکومت ته د افغانستان د کرسۍ په سپارلو کښې د خپلې بې طرفۍ خیال نه دی ساتلی.
د طلوع نیوز د خبر له مخې، سهیل شاهین د افغانستان له ټیلیویژن سره په خبرواترو کښې په دې وضاحت سره چې همدااوس په ملګرو ملتو کښې د افغانستان له کرسۍ څخه د دې حکومت خلاف ګټه پورته کیږي، وویل: ملګري ملتونه تل د قانون او قانونمندۍ خبره کوي او د بې پلویتوب ادعا کوي خو په دې لړ کښې بې طرفه او بې پرې نه دي.
شاهین دې ته په اشارې سره چې په رسمیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو لپاره وړومبی باید د افغانستان د خلکو روا غوښتنو ته پام وشي، زیاته کړه: کومې غونډې چې په تیرو دوو کلونو کښې د افغانستان په هکله د طالبانو د استازي له ګډون پرته ترسره شوې، د دې هیواد لپاره یې هیڅ ګټه نه درلودله او په راتلونکي کښې به یې هم ونه لري.
سهیل شاهین همداشان په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر شتون له نړۍ سهر د دغه حکومت د سیاسي نښلیدو دروازه وبلله او ویې ویل: په قطر کښې ۱۳ سفارتخانې د افغانستان لپاره کار کوي.
هغه یوځل بیا د امریکې په لوظ ماتونې نیوکه وکړه او مدعي شو چې واشنګټن په دوحه کښې له طالبانو سره په خپلو کړو ژمنو کښې یوه هم نه ده پوره کړې.