-
ګوتریش ۲۰۲۳ کال د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم کال اعلان کړ
Dec 01, 2023 02:03د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون په اړه د سازمان کلنۍ غونډې ته په یوه ویډیويي پیغام کې ۲۰۲۳ کال د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم کال بللی او د اقلیم د ګډوډۍ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
-
د سیمې د نوې سیاسي جغرافیې ځانګړنې د مقاومت په محورونو سره دي
Nov 29, 2023 12:48د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره، چې د نړیوال مقاومت د محور رامنځته کېدو په اړه د امام خمیني (ره) زېری، نن په سیمه کې په حقیقت بدل شوی دی، څرګنده کړه: د مقاومت محور د سیمې د برخلیک د بدلولو په حال کې دی چې یوه بېلګه یې، همدا الاقصی طوفان دی.
-
په غزه کې د ملګرو ملتونو د دایمي اوربند غوښتنه او د شخړو د پراخېدو په تړاو خبرداری
Nov 29, 2023 13:51د سه شنبې په ورځ په غزه کې د موقتي اوربند په پنځمه ورځ، ملګرو ملتونو دوې غونډې وکړې چې یوه یې په عمومي اسامبله کې د صهیونیسټي رژیم او حماس تر منځ د جګړې په اړه او بله یې د امنیت په شورا کې د منځني ختیځ د حالاتو په اړه وه، چې په دې ناستو کې په سیمې کې د دایمي اوربند پر اړتیا ټینګار وشو.
-
په جاپان کې یوه امریکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې ده
Nov 29, 2023 08:59د جاپان ساحلي ګارډ د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.
-
د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 08:43د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
-
د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار
Nov 29, 2023 08:38د عربي او اروپایي هېوادونو مشرانو په غونډه کې پر دې هوکړه شوې چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې یوازینی حل، د دوو بېلو دولتونو جوړېدل دي.
-
طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
Nov 29, 2023 08:09د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.
-
هند کې د ژغورنې تر ټولو خطرناک عملیات بریالي شوي
Nov 29, 2023 07:58هندي چارواکو او رسنیو د هغو ۴۱ تنه کارګرانو د ژوندي او سالم ژوغورلو خبر ورکړی، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دغه هېواد په شمال اتراکنډ کې د کار پر مهال په یو تونل کې د ځمکې ښوېيدو له امله بند پاتې وو.
-
نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو
Nov 29, 2023 07:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
-
د رڼا سرچینې (۵۹) د جهالت د تیارو پر وړاندې د عقل رڼا
Nov 27, 2023 12:07د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۵۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د انعام سورت د ۱۲۲ او ۱۲۳ آیت شأن نزول څېړو.