Dec 06, 2023 13:51 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۶۱) خیانت او د هغې مادي سرچینې!

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۶۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د انفال سورت د ۲۷م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

مدینې ته د اسلام د ګران پیغمبر (ص) له هجرت وروسته، د یهودي درې قبیلې "بني قریظه"، "بنې نضیر" او "بني قینقاع" پیغمبر (ص) خواته راغلې او ویې ویل: موږ ستاسو توحیدي پیغام اورېدلی دی. اوس موږ راغلي یو چې ستاسو سره سوله وکړو، ترڅو ستاسو په ګټه او تاوان ونه اوسو او ستاسو پر  ضد له هېچا سره مرسته ونه کړو او ستاسو پر یارانو اعتراض ونه کړو. ته هم پرموږ او زموږ پر ملګرو اعتراض ونه کړې، ترڅو وګورو چې ستاسو او ستاسو د قوم برخلیک څه کېږي! پېغمبر اکرم ومنله او د دوى تر منځ یې يو تړون وليكلو چې: يهودیان بايد د پېغمبر (ص) او د هغه د يوه ملګري پر وړاندې په ژبه، لاس، وسلې، مَرْکَبْ (نه په پټه، نه په ښکاره، نه د شپې او نه د ورځې) کوم اقدام ونه کړي او خدای پر دې تړون شاهد دی.

نو که یهوديان دې ژمنو ته پاملرنه ونه کړي، رسول الله (ص) کولای شي د دوی وینه تویه کړي، د دوی مېرمنې او ماشومان اسیران او مالونه یې په غنیمت واخلي. دغه تړون د بني نضير قبيلې په استازيتوب " حُیَیّ بن اخطب "، د بني قريظه قبيلې په استازيتوب " کَعْب بن اَسَد" او د بني قينقاع قبيلې په استازيتوب " مُخَیریق " لاسليک کړ.

"بني قينقاع" هغه لومړنۍ قبيله وه چې له دغه تړون څخه يې سرغړونه او له مسلمانانو سره يې دښمني پیل کړه. دوى د بدر له جګړې څخه د مسلمانانو له بريالي راستنېدو وروسته، ونتوانېدل چې خپله کرکه او کینه پټه کړي او بغاوت يې وکړ. په همدې وخت کې؛ یوه یهودي په بازار کې یوې مسلمانې ښځې ته سپکاوی وکړ. یو مسلمان د هغې ملاتړ ته پاڅېد. د دوی تر منځ جګړه وشوه او یهودي ووژل شو. د بني قینقاع یهودیانو هغه مسلمان وواژه، چې د ښځې دفاع یې کړې وه. شخړې او نښتې کار تر دې حده ورسولو، چې رسول الله (ص) اړ شو چې د بني قینقاع قبیله له مدینې څخه وشړي.

بني نضير قبيلې هم د رسول الله (ص) د وژلو د پلان په جوړولو سره، خپل تړون مات کړ. دوی له مدينې څخه له شړل کېدو وروسته، په دسیسې لاس پورې کړ او قريش یې له مسلمانانو سره جګړې ته وهڅول او په دې توګه يې د احزابو جګړه پيل کړه. د احزاب جګړه لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندېږي، هغه جګړه وه چې د اسلام د دښمنانو ټولې بېلابېلې ډلې او قومونه، د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې لپاره سره متحد شوي وو. د قريشو مشرانو چې د دغه لښکر مشري کوله، د زيات شمېر کسانو او تجهيزاتو په پام کې نيولو سره يې د جګړې پلان په داسې ډول طرحه کړی وو، چې فکر يې کولو په دې جګړې سره به، مسلمانان په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او د تل لپاره به، د محمد (ص) او د هغه  له پیروانو څخه په امن کې وي!

د قريشو ټولو پوځونو له شړل شويو يهودیانو سره، د مدينې ښار شاوخوا يوه مياشت محاصره کړ. خو ډېر ژر دوی پوه شول، چې د وخت په تېرېدو سره به، د پوځ د مشرانو اراده کمه شي او د یخنۍ او لږو خوړو او توکو له امله به، د دوی مقاومت کم شي. له همدې امله يې پرېکړه وکړه، چې د بني قريظه له قبيلې څخه چې په مدينه کې دننه وو، مرسته وغواړي، ترڅو دننه د جګړې اور بل کړي او د عربي لښکرو لپاره مدينې ته لاره پرانيزي.

بني قريظه يوازنۍ هغه يهودي قبيله وه، چې په مدينه کې له مسلمانانو سره په سولې او آرامۍ کې اوسېده. مګر دوی هم د خپلو یهودي ملګرو په هڅولو سره، خپل تړون مات کړ. کله چې رسول الله (ص) ته د دې تړون د سرغړونې خبر ورسېد، نو سعد بن معاذ یې له دوو نورو کسانو سره د تړون د يادولو لپاره هغوى ته ولېږه، مګر د بني قريظه مشرانو د تړون د ماتولو د اعلان ترڅنګ، د پیغمبر استازو ته بد ځواب ورکړ.

د احزاب جګړه د مسلمانانو په بریا سره پای ته ورسېده او رسول الله (ص) سمدستي د بني قریظه د کلاګانو په لور حرکت وکړ او هغوی یې محاصره کړل. يهودیانو په کلا کې دننه سلامشوره وکړه، په دې شورا کې د بني قريظه مشرتابه، درې طرحې وړاندې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې پر يوې باندې موافقه وشي.

 لومړی دا چې؛ ټول اسلام قبول کړو، ځکه چې د محمد (ص) نبوت یقیني او پر موږ ټولو باندې مُسَلم دی او تورات هم هغه یې تایید کړی دی.

دویم دا چې؛ خپلې ښځې او ماشومان ووژنو او له کلا څخه راووځو او له مسلمانانو سره په آزاده توګه جګړه وکړو. که موږ ووژل شو، کومه اندېښنه نه لرو، او که موږ وګټله، بیاځلي ښځه او ماشومان پیدا کوو.

درېیم دا چې؛ نن شپه د شنبې شپه ده، محمد او ملګري یې په دې پوهېږي، چې «یهودي» قبیله د شنبې په شپه او ورځ، په هېڅ کار لاس نه پورې کوي. نو له دې امله، موږ به د دوی له غفلت څخه ګټه واخلو او د شپې پرمهال به پر دوی برید وکړو.

شورا درې واړه وړانديزونه رد کړل او وويل: موږ هېڅکله له خپل دين او تورات څخه لاس نه اخلو او زموږ لپاره له مېرمنو او اولادونو وروسته، ژوند خوندور نه دی. درېیم پلان هم د دیني عقیدې له نظره، د تطبیق وړ نه دی، ځکه، کېدای شي موږ د خدای په غضب کې راګېر شو، لکه څنګه چې زموږ څخه مخکې کسان هم د شنبې د حقونو او درناوي نه کولو له امله، د خدای په غضب کې اخته شوي وو.

پخوا اسلامي لښکرو د خزرج قبيلې په منځګړتوب، د بني قينقاع يهوديان له مرګ څخه ژغورلي وو. له همدې امله، د اوس قبیلې له خزرجیانو سره په سیالۍ کې، پر پیغمبر (ص) فشار راوړ چې له دوی سره د شوي تړون له مخې، بني قریظه معاف کړي. رسول الله (ص) د دوی د غوښتنې پروړاندې مقاومت وکړ او وویل: د دې موضوع په اړه قضاوت، د اوس قبیلې مشر سعد بن معاذ ته پرېږدم، هغه په ​​​​دې اړه هرڅه چې ووايي او نظر ورکړي، زه به یې ومنم. ټولو حاضرینو د رسول الله (ص) وړاندیز ومانه.

د اَوْسیانو د قبیلې مشر "سعد بن معاذ" له بني قریظه سره هم تړونه وو او له یو بل سره یې نږدې دوستي درلوده. خو هغه ښه پوهېده چې د بني قريظې قبیلې تړون ماتوونکو، د قريشو د کفارو په ملاتړ سره، د مدينې ښار د احزاب جګړې پر مهال ناامنه کړی وو او د مسلمانانو د وېرولو لپاره د دوی پر کورونو یرغل کړی وو او که د رسول الله (ص) توجه او پاملرنه نه وای، او په ښار کې د امنيت د ټينګښت لپاره یې يوه ډله له لښکر څخه ښار ته نه وای لېږلې، ښايي د بني قريظه پلانونه عملي شوي وای او په دې صورت کې، بني قريظه د مسلمانانو مبارزین اعدامول، د هغوی شتمنۍ یې ضبطوله او د هغوی ښځې او ماشومان یې اسیرانول. له همدې امله، "سعد" د اوسيانو له ټينګار سره سره داسې نظر ورکړ: "د بني قريظه جنګيالي دې اعدام، مالونه یې ووېشل او ښځې او ماشومان یې اسیران شي."

بني قريظه چې له اوږدې محاصرې څخه ستړی شوی وو، رسول الله (ص) ته يې پيغام ولېږه چې " اَبولُبابه" موږ ته راولېږه، چې د خپلو حالاتو په اړه له هغه سره مشوره وکړو. اَبولُبابه یو انصاري او په رفاعه باندې مشهور او د اوس له قبیلې څخه وو، له اسلام څخه مخکې له بني قريظه سره هم تړونه وو. اَبولُبابه د پېغمبر اکرم په اجازې سره، بني قريظه خواته ولاړ. یهودیانو هغه ته د خپلې پخوانۍ ملګرتیا په یادونې سره له هغه څخه وپوښتل، چې آیا د سعد نظر او امر ته غاړه کېږدو؟ اَبولُبابه وویل: هو، خو په لاس یې خپلې غاړې ته اشاره وکړه او دوی یې پوه کړل، چې هغه به ستاسو د وژلو لپاره راشي. اَبولُبابه لا یو ګام هم نه وو اخیستی چې پوه شو، چې له خدای او رسول سره یې خیانت کړی دی. په دې وخت کې د سورت انفال ۲۷م آیت نازل شو:« یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِکُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ:

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! له خدای او پیغمبر سره خیانت مه کوئ! او (هم) په خپلو امانتونو کې خیانت مه کوئ، په داسې حال کې چې پوهېږئ (دا لویه ګناه ده)!

کله چې دا آیت نازل شو، اَبولُبابه پرته له کومه فکره جومات ته ولاړ او د جومات له یوې ستنې سره یې ځان وتړلو (هغه ستنه چې د توبې په نوم مشهوره شوه) او ویې ویل: خپل ځان له دې ستنې څخه نه خلاصوم، تر دې چې مړ شم، یا خدای زما توبه قبول کړي. کله چې رسول الله (ص) د اَبولُبابه له پرېکړې خبر شو، ویې فرمایل: که هغه ماته راغلی وای، نو د هغه لپاره به مې له خدایه بښنه غوښتې وای. مګر اوس هغه خدای ته رجوع کړې او خدای د هغه لپاره ډېر وړ دی، هر هغه څه چې وغواړي د هغه په ​​​​اړه ترسره کړي.

ګواکي د پېغمبراکرم (ص) مطلب دا دی: که اَبولُبابه زموږ خواته راغلی وای او موږ ورته بخښنه غوښتله، توبه یې منل کېده او ژر به یې د خدای بخښنه ترلاسه کړې وای. ځکه له پیغمبر یا امام (ع) څخه بښنه غوښتل، خپله د غوښتلو یو ډول وسیله ده، چې په اړه یې سپارښتنه شوې ده. خدای پاک د سورت مائده په ۳۵م آیت کې فرمایي:« یا أَیُّها الذَّینَ آمَنُوا إِتَّقُوا اللهَ وَابْتَغُوا إِلَیْهِ الْوَسیلَةَ و جاهِدُوا فى سَبیلِهِ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ :

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له خدایه ووېرېږئ او هغه ته( د نږدې کېدو لپاره) (د هغه د دربار له نږدې کسانو او نیکو عملونو) څخه د وسیلې په لټه کې شئ او د هغه په ​​لاره کې جهاد وکړئ، شاید تاسو نېکمرغه شئ.

اَبولُبابه په هغه وخت کې چې په رسۍ سره تړل شوی وو، د ورځې له خوا به یې روژه نیوله او د شپې به یې دومره خواړه خوړل، چې د ځان د ساتلو توان ولري. لور به يې د شپې ډوډۍ ورته وړله او د اودس کولو(وضو) په وخت کې به يې خلاصولو.

بالاخره د اَبولُبابه د توبې د منلو په اړه آيت پر رسول الله (ص) نازل شو، ځينې مسلمانان راغلل ترڅو هغه خلاص کړي، مګر اَبولُبابه يې مخه ونيوله او ويې ويل: په خداى قسم، نه پرېږدم چې ما خوشې کړئ، مګر دا چې د خدای رسول راشي او ما خلاص کړي.

رسول الله (ص) راغی او وفرمایل: ستاسو توبه قبوله شوه، اوس ته د هغه وخت په څېر یې لکه چې له مور څخه پیدا شوې یې، بیا یې رسۍ خلاصه کړه.

اَبولُبابه وویل: یا رسول الله! د خپلې توبې د پوره کولو لپاره، زه له بني قریظه سره، هغه شتمنۍ او جایدادونه چې لرم، د انفاق په توګه ورکوم، ځکه هغه څه چې زه یې په ناپوهۍ سره دې عمل ته اړ کړم، د دې شتمنیو ساتل وو. رسول الله (ص) وفرمایل: ټول مالونه نه دي پکار، مګر تاسو کولای شئ د هغې درېیمه برخه انفاق کړئ.

ژباړه: زماني