دباؤاو سیاسي کلنګ اخیستل،د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی
-
په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازولۍ مرستیاله آنا اوستنیګنیوا
په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازولۍ مرستیالې ویلي چې د دباؤ او سیاسي باج اخیستنې پر بنسټ چلند د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، آنا اوستیګنیوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډې کې ټینګار کړی چې د دباؤ او ضربالاجلونو پر بنسټ تګلاره د افغانستان د مسئلې لپاره حللاره نه شي کېدای.
هغې د یوناما ( United Nations Assistance Mission in Afghanistan) د فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل چې دغه اداره باید خپلې ټولې دندې، د افغانستان د ستونزو د حل د بهیر اسانتیا او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه کول، په بشپړه توګه ترسره کړي.
اوستیګنیوا ټینګار وکړ چې د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمینځ د باور جوړول او د عملي ملګرتیاؤ پراخول په افغانستان کې د ملګرو ملتو د شتون د دوام لپاره حیاتي اهمیت لري.
د روسیې استازې د ملګرو ملتو د سرمنشي د راپور په حواله وویل چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته اوږده لاره وهلې او سره له دې ،لا هم پر خپل ځای باقي پاتې دی. د هغې په وینا، د افغانستان واکمن چارواکي د یوه خپلواک او پر ځان بسیه حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا تمرکز کوي او دا بهیر وخت او له سیاسي موخو پاک ملاتړ ته اړتیا لري.
هغې همداراز د افغانستان په اړه د یوې هر اړخیزې او حقیقت پالې تګلارې غوښتنه وکړه او زیاته ئې کړه چې د نړیوالې ټولنې رغنده تعامل، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه، او له واکمنو چارواکو سره د نه حل شویو موضوعګانو په اړه د باور پر بنسټ خبرې اترې د دې تګلارې اساسي عناصر دي.
اوستیګنیوا دداعش ډلې د شتون، د بهرنیو ترهه ګرو جنګړه مارو د فعالیتونو او د ناټو د ځواکونو له پاتې شویو وسلو سره د تړلو نامعلوم وضعیت یادونه هم وکړه او دا ئې په افغانستان او سیمې کې د بېثباتۍ عوامل وبلل.
د روسیې استازې نشه ايز توکي هم د افغانستان له جدي ننګونو وبلل، خو د کوکنارو د کښت پر ضد ئې د طالبانو بریاوې ومنلې او په عین حال کې یې د صنعتي نشه ایزو موادو پر ضد د سیمهییزو او نړیوالو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.