-
د امریکا د پوځي مرکزونو د کوربه هیوادونوعام خلک دې له دغوځایونو لیرې ووسي
Jul 24, 2026 16:20سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا له ځایونو دې فوري لیرې شي.
-
د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د جنګ د درولو غوښتنه وکړه
Jul 24, 2026 14:18د امریکا د کانګرس استازو مجلس پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان جنګ وباسي.
-
په اردن ،بحرین،کویت او قطرکې د امریکا پوځي اډې د ایران بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې
Jul 24, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د خپلو پرلهپسې بېپیلوټه عملیاتو په دوام کې، په اردن، کویت،قطر او بحرین کې د امریکا د پوځ مهم مرکزونه د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو ټارګټ کړل او لوخړې ئې ترې پورته کړې.
-
آیا امریکا د ایران په ضد په جنګ کې سټراټژيک بندون ته رسیدلې؟(تبصره)
Jul 24, 2026 12:31پارس ټوډې – د امریکا یو شمېر مخکښو شنونکو او د سیاسی او من یتی چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې واشنګټن د ایران پر ضد داسې جنګ وارد شوی چې لازماً به سیاسي او سټراټیژیکې بریا ته ونه رسېږي. د دوي په اند، د امریکا اصلي ستونزه د جنګ پیل نه، بلکې له هغه سټراټیژیک بندونه د وتلو د لارې موندل دي چې هره ورځ لا پسې ژوَرېږي.
-
د ایران او عراق مشرانو د سټراټیژیکو ملګرتیاؤ پر ژورتیا ټینګار وکړ
Jul 23, 2026 17:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مشرانو د دواړو هېوادونو ترمینځ پر ژورو تاریخي، کلتوري، دیني او ولسي اړیکو د ټینګار ترڅنګ، د دغې ارزښتمنې پانګې پر ساتنې او پیاوړتیا د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا لپاره د مهم بنسټ په توګه ټینګار وکړ.
-
ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه د عربستان د ساتنې
Jul 22, 2026 14:51پارس ټوډې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام محمد الفرح د یمن پر ضد د عربي هېوادونو دریځ وغنده او وې ویل، ډونالډ ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه هم د عربستان د ساتنې وړتیا لري.
-
د اومو تیلو بیه د تېرو پنځو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده
Jul 22, 2026 13:24پارس ټوډې – په لوېدیځي اسیا کې د روانو ترینګلتیاوو په دوام سره ، د اومو تېلو بیه کابو دوه فیصده لوړه شوه او د تېرو پنځو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.
-
یو عرب شنونکی؛تهران د واشنګټن د غافلګیر کولو لپاره ډېرې برلاسه پاڼې لري
Jul 22, 2026 13:14پارس ټوډې – د عراق یوه سیاسي شنونکي پر ایران د امریکا د بریدونو او د هغو پر موخو د تبصرې پر مهال ویلي، تهران ډېرې برلاسه پاڼې (امتیازات) لري چې په کارولو سره ئې واشنګټن او د امریکا حکومت غافلګیر کولی شي.
-
باقري کني: هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک د ټاکلو لامل دی
Jul 21, 2026 13:08پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال مشر، هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک ټاکونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې امریکا په جنګ کښې له ماتې سره سره، په دغه تنګي د ولکې په تکل کښې ده خو د ایران وسله وال ځواکونه به پرې نږدي چې دغه هدف یې پوره شي.
-
د امریکا MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه هم د ایران ددفاعی سسټم ښکار شوه
Jul 20, 2026 06:30پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼې کې وئيل شوي دي، د ایران په سوېل لوېدیځ، اهواز ښار کې ئې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه په توغندوي دفاعی سسټم سره نسکوره کړې ده.