-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته له درې نيم زرو زيات بيمارانو شفاء بيا مونده
Mar 13, 2020 12:50د ايران د روغتيا وزارت وويل ، تر اوسه درې زره پينځه سوه نهويشت هغو کسانو چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو شفاء بياموندې ده او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
د کېنېډا وزیراعظم د کورونا له کبله قرنطينه او میرمن یې په وائرسو اخته شوه
Mar 13, 2020 12:36د کېنېډا وزیراعظم جسټن تروډو وروسته له هغې په کور کښې قرنطینه شوي دي چې په میرمن سوفیا تروډو کښې د کورونا وایرسو شتون ثابت شو.
-
چين د کورونا د علاج لپاره د سږي د پړسوب ضده درملو خبر ورکړ
Mar 13, 2020 11:37چين په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته بيمارانو د علاج په هدف سره د سږي د پړسوب ضده درملو د استعمال لپاره شين څراغ وښود.
-
چين د امريکې فوځ د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ
Mar 13, 2020 10:45د چين د خارجه وزارت وياند د امريکې فوځ په خپل هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ.
-
له کورونا سره په مقابلې باندې د امريکې د بنديزونو د تاثير په اړه ګوټرش ته د ظريف خط
Mar 13, 2020 09:57د ايران خارجه وزير د ملګرو ملتو مشر ته په يو خط کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د ايران په خلاف د امريکې د ټولو غېر قانونوني او يو اړخيزو بنديزونو په ختمولوتاکيد وکړ.
-
ايران امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري، ټرمپ دې د امريکې د خلقو په فکر کښې اوسي
Mar 13, 2020 08:57د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند نن سحر په ټوئيټ کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې په خاطر له ايران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د چمتووالي په اړه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا په ځواب کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ د ترټولو غوره، کارآمده او تکړه ډاکټران او طبي عمله لري امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري.
-
پاکستان اېټاليا ته الوتونه لغو کړل
Mar 12, 2020 02:41پاکستان د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د مارچ تر يو دېرشمې پورې اېټاليا ته نېغ په نېغه الوتونه لغو کړل.
-
د کورونا وائرسو له کبله د ملګرو ملتو دفتر وتړل شو
Mar 12, 2020 04:13د ملګرو ملتو مسوولینو اعلان وکړ چې په نیویارک کښې د دې ادارې ټول مرکزي دفترونه د کورونا وائرسو د خپریدو د مخنیوې په هدف سره د خلقو پر مخ تړل شوي دي.
-
د روغتیا نړیوالې ادارې د کورونا وائرس «نړیواله وبا» اعلان کړه
Mar 12, 2020 04:04د روغتیا نړیوالې ادارې پرون د کورونا وائرس چې تقريباً ټوله نړۍ کښې خپارۀ شوي دي په رسمي ډول «نړیواله وبا» اعلان کړه او تاکيد یې وکړ چې لا یې هم مخه نیول کیدلی شي.
-
چگونه تشخیص بدهیم به کرونا مبتلا شدهایم؟
Mar 10, 2020 07:51به گزارش همشهری آنلاین به نقل از باشگاه خبرنگاران جوان، در مواجهه افراد با ابتلا به ویروس کرونا سه حالت وجود دارد: مورد محتمل، مورد مشکوک و مورد قطعی که هر کدام دارای علائمی است.