-
لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
May 13, 2026 15:15پارس ټوډې – یوې لبناني رسنۍ د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دروغو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه هېواد په سیمهییز ځواک بدل شوی او د نړۍ د ځواک انډول یې هم بدل کړی دی.
-
د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر برید د ۱۵۰۰ ساینسپوهانو اعتراضي لیک
May 13, 2026 14:59پارس ټوډې – نږدې ۱۵۰۰ نړیوالو ساینسپوهانو د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم د برید په اعتراض کې لیک لیکلی دی.
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي اشغالګرو توره ورځ / د صهیونیسټانو پر مورچلو د حزبالله ۲۳ عملیات
May 13, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزانو د ۲۳ بېسارو عملیاتو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم د پوځ لپاره توره ورځ رامنځته کړه.
-
د روسیې د مالیې وزیر: که د هرمز تنګي بحران دوام وکړي، د نړۍ د تېلو او ګازو یوه برخه به له لاسرسي ووځي
May 13, 2026 12:48پارس ټوډې – د روسیې مالیې وزیر په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي د بحران دوام به، د نړیوالې انرژۍ بحران ته لمن ووهي او کېدای شي د نړۍ اقتصاد د ځوړ پر لور بوځي.
-
د امریکا ډیموکراتان: د ایران پر ضد د ټرمپ جګړه غیرقانوني ده
May 13, 2026 12:35پارس ټوډې – د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړو، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د دې هېواد د خلکو د مالي وضعیت په اړه یې بېپروايي ښودلې وه، ټینګار وکړ چې د هغه جګړه د ایران پر ضد غیرقانوني ده.
-
د فلسطین بیرغ د بارسا د ستوري په لاس کې
May 13, 2026 12:28پارس ټوډې – د بارسا ستوري «لامین یامال» د دې لوبډلې د اتلولۍ د جشن پر مهال، د فلسطین بیرغ د دې مظلوم ولس د ملاتړ په نښه پورته کړ او د دې جشن په تر ټولو جنجالي انځورونو بدل شو.
-
د لوی تهران د سپاه پوځي تمرین د «لبیک یا خامنهيي» په رمز سره ترسره شو
May 13, 2026 12:10پارس ټوډې – د شهید قائد حضرت امام خامنهيي لوی پوځي تمرین د پنځو شپو او ورځو لپاره د تهران په شاوخوا عملیاتي سیمو کې ترسره شو.
-
طالبانو د افغانستان له خاورې د بنو د برید د پلان په اړه د پاکستان ادعا رد کړه
May 13, 2026 05:29د طالبانو یو ویاند ویلي دي چې د پاکستان دا ادعا دروغ ده چې ګني د وروستیو ځانمرګو عملیاتو پلان د افغانستان په خاوره کښې جوړ شوی دی.
-
ملګري ملتونه وايي، د پاکستان له لوري په ۳ میاشتو کې ۳۷۰ ملکي افغانان وژل شوي دي
May 12, 2026 17:27ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او پاکستان ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي دي. د دغو قربانیانو تر نیمایي زیات په کابل د معتادانو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.
-
لکي مروت کې د چاودنې له امله د پولیسو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
May 12, 2026 13:19د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د سرای نورنګ بازار کې د یوې چاودنې له امله د دوو ټرافیک پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او تر ۱۸ زیات نور ټپیان دي.