د فلسطین بیرغ د بارسا د ستوري په لاس کې
پارس ټوډې – د بارسا ستوري «لامین یامال» د دې لوبډلې د اتلولۍ د جشن پر مهال، د فلسطین بیرغ د دې مظلوم ولس د ملاتړ په نښه پورته کړ او د دې جشن په تر ټولو جنجالي انځورونو بدل شو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د بارسلونا فوټبال لوبډلې د اتلولۍ د مانورې یو له تر ټولو جنجالي انځورونو څخه، د لامین یامال اړوند وو، چې په سرخلاص بس کې سپور وو او د فلسطین بیرغ یې رپاوه. دا صحنه په چټکۍ سره په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د مینوالو ترمنځ یې بېلابېل غبرګونونه راوپارول.
د سیمهییز پولیسو د راپور له مخې، د بارسلونا کلب د اتلولۍ جشن د بارسلونا ښار په سړکونو کې له ۷۵۰ زرو څخه زیات کسان راټول کړل.
یو له لومړنیو کسانو څخه چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګون وښود، هسپانوي سیاستوال ګابریل روفیان وو، چې د دې نړیوال فوټبالر د اقدام ستاینه یې وکړه.
د ال موندو په حواله، د هسپانوي فوټبالرانو په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ دا ډېره عامه نه ده چې د فلسطین په څېر حساسو موضوعاتو کې سیاسي دریځ ونیسي، او له همدې امله د یامال زړور اقدام ډېره پاملرنه ځانته واړوله.
د یامال غبرګون د فلسطین د مسئلې او د صهیونیسټي رژیم د نابرابرې جګړې او نسلوژنې په اړه د هسپانیا د عامه افکارو د حساسیت په چوکاټ کې تفسیر کېدای شي.