-
امریکايي پوځي شنونکی: ایران برلاسی دی / تهران پیاوړی شوی
Mar 27, 2026 04:57پارس ټوډې – د امریکا د سمندري ځواک پخوانی استخباراتي شنونکی د دې په بیان سره چې واشنګټن او تل ابیب پر تهران باندې په پوځي یرغل کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوي دي، ټینګار وکړ: ایران په اوسنۍ جګړه کې، برلاسی دی.
-
چین د ایران پر وړاندې د یرغل د پایته رسولو لپاره د واقعي او معنی لرونکو مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړده/ مالزیا: هرډول مذاکره باید د جګړې د پایته رسولو په هدف وي
Mar 27, 2026 04:53پارس ټوډې – د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د پوځي یرغل د بندېدو پر ضرورت باندې په ټینګار سره اعلان وکړ: د جګړې دوام د هېچا په ګټه نه دی او ټول لورې باید د اړینو شرایطو په رامنځته کولو سره، د دې یرغل د پایته رسولو په موخه او د ښه نیت له مخې واقعي او معنی لرونکو مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.
-
سردار شکارچي: د امریکا پوځ د پیاوړي ایران پر وړاندې د درېدو توان نه لري
Mar 27, 2026 04:50پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ پوړې ویاند وویل: د صهیونیسټي رژیم هدیرې مو آبادې کړې؛ دوی حتی د خپلو پوځیانو مړي هم نه ورکوي.
-
د هسپانیا لومړی وزیر: د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو یرغل تېروتنه وه / د اقتصادي زلزلې خطر د نړۍ په تمه
Mar 27, 2026 04:48پارس ټودې – د هسپانیا لومړي وزیر وویل: د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائيلو پوځي یرغل، له سیاسي، ژئوپلیټیکي او اقتصادي اړخه یوه جدي تېروتنه وه او په حقیقت کې یو ناورین ګڼل کېږي.
-
د چین خبرداری: د ایران پر اټومي مرکزونو باندې د امریکا او اسرائیلو برید، سېمه په اور کې سوځوي
Mar 27, 2026 04:43پارس ټودې – د چین د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس له عمومي مدیر سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ چې د ایران پر اټومي مرکزونو باندې د امریکا او اسرائیلو هرډول پوځي اقدام به د نه اټکل وړ او ناوړه پایلې له ځان سره ولري.
-
پزشکیان: د نړۍ د آزادو خلکو زړونه له صهیونیسټانو سره نه دي
Mar 24, 2026 22:08پارس ټوډې – د ایران ولسمشر په یوه مطلب کې د دې په بیان سره چې د نړۍ د آزادو خلکو زړونه له صهیونیسټانو سره نه دي ولیکل: په سېمه کې ثبات، د ملتونو په ملتیا او د دوی غوښتنو ته په درناوي سره شونتیا لري.
-
سرلښکر عبداللهي: د ایران وسله وال ځواکونه تر بشپړې بریا پورې دفاع ته دوام ورکوي
Mar 24, 2026 22:06پارس ټودې – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: د اسلامي ایران مقتدره وسله وال ځواکونه د اسلامي انقلاب د ګران رهبر په بشپړ اطاعت کې، د بریالي او سرلوړي ایران له خاورې په دفاع کې پر خپلې ژمنې باندې ټینګ ولاړ دي او دا له غرور ډکه لاره د اسلامي ایران د پوه او زړه ور ملت په ملاتړ سره تر بشپړې بریا پورې به دوام ورکړي.
-
د خاتم الانبیا د قرارګاه ویاند: له سېمې ورهاخوا هېوادونه په فارس خلیج کې د دخالت حق نه لري
Mar 24, 2026 22:03د حضرت خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند څرګنده کړه: د هرمز تنګي کنټرول په اقتدار او ماین ښخولو پرته ترسره کېږي.
-
عراقچي: د جګړې د بشپړې او دایمي پایته رسېدو غوښتونکي یو
Mar 21, 2026 13:02پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ: ایران د اوربند په لټه کې نه دی، بلکې د جګړې د بشپړې، جامع او دایمي پایته رسېدل غواړي.
-
پر حیفا تیلو چڼځای باندې د ایراني توغندیو سخت ګوزارونه
Mar 21, 2026 12:55پارس ټوډې – د حیفا تیلو چاڼځای باندې د ایران د بریالي توغندیزو عملیاتو له امله پراخ زیانونه اوښتي دي.