په کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو ځوانانو ژوند بایللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174124-په_کندوز_کې_د_ترافیکي_پېښې_له_امله_پنځو_ځوانانو_ژوند_بایللی
ځايي سرچینې وايي چې د افغانستان د کندوز ولایت او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لاره پرون (جمعه) په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې پنځه ځوانان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-06-13T02:59:21+00:00 )
Jun 13, 2026 07:25 Asia/Kabul
  • په کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو ځوانانو ژوند بایللی

ځايي سرچینې وايي چې د افغانستان د کندوز ولایت او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لاره پرون (جمعه) په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې پنځه ځوانان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د «ټويوټا اکووا» او «ټويوټا کرولا» د سپرلۍ موټرونه د چټک سرعت له امله له یو بل سره ټکر شول.

سرچینې زیاتوي چې له ټکر وروسته دواړو موټرونو اور واخیست، چې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د پېښې ټول قربانیان او ټپیان د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

چارواکو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د دې پېښې د قربانیانو د کره شمېر او نورو جزییاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ترافیکي پېښې لا هم په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ولایتونو ترمنځ پر لویو لارو، د مرګ ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د موټرو د سرعت زیاتوالی، د ترافیکي مقرراتو نه رعایت او د لارو خرابوالی په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو عوامل بلل کېږي.