-
د صهیونیسټي رژیم له خوا په غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي
Sep 06, 2025 01:51پارس ټوډې - د فلسطین روغتیا وزارت اعلان وکړ: د صهیونیسټي رژیم د پوځ د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۶۹ فلسطینیان شهیدان او ۴۲۲ نور ټپیان شوي دي.
-
حماس: د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Sep 06, 2025 01:50پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر وروستیو څرګندونو ته، چې د غزې پر ښار د بریدونو د پراخولو خبره یې کړې، غبرګون وښود او دا یې «د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو پر وړاندې بې مخینې ننګونه» او «د فلسطینیانو د نسلوژنې لپاره د جنایتکارانه نیتونو ښکاره اعتراف» وباله.
-
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سلاکار: امریکایان نه غواړي چې مذاکره وکړي
Sep 04, 2025 02:43پارس ټوډې - د ایران د ملي امنیت عالي شورا سلاکار وویل: امریکایان د توغندیو په څېر موضوعاتو په مطرح کولو سره نه غواړي مذاکره ترسره شي او اوس امریکایان مذاکرې ته لیوالتیا نه لري.
-
قالیباف: اسلامي هېوادونه باید د صهیونیسټي رژیم د وژنو ماشین د درولو لپاره عملي اقدامات وکړي
Sep 04, 2025 02:42پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل، مسلمانان باید یو غږ او په یووالي سره په غزه کې د نسل وژنې غندنه وکړي او د خلکو په پیروۍ، اسلامي هېوادونه باید د صهیونیسټي رژیم د وژنو ماشین د درولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
-
د ایران د صدا او سیما سازمان د بهرنۍ برخې مرستیال: د شهیدو خبریالانو وینه به د هرې رسنۍ په پرتله لوړ غږ وي
Sep 03, 2025 12:57پارس ټوډې - د ایران د صدا او سیما د بهرنۍ برخې مرستیال په غزه کې د العالم شبکې د تصویر اخیستونکي «رسمي جهاد سالم» د شهادت په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې وویل: د د شهیدو خبریالانو وینه به د هرې رسنۍ په پرتله لوړ غږ وي.
-
آیا یمني بېپیلوټه الوتکو د امریکا سمندري ستراتیژي له ننگونو سره مخ کړې ده؟
Sep 02, 2025 09:32پارس ټوډې - یوې لبناني ورځپاڼې ومنله چې په سره سمندرګي کې د یمن د سمندري جگړې تجربه د امریکا په پوځي تحولاتو کې د بدلون ټکی وو.
-
په غزه کې صهیونیسټي پوځ ته د زیان رسولو لپاره د مقاومت تاکتیکونه څه دي؟
Sep 02, 2025 08:53پارس ټوډې - یو عربي تحلیلگر د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د مقاومتي ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
-
بقائي: د ایران او چین اړیکې د پرمختګ په حال کې دي
Sep 01, 2025 11:25پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د تهران او بیجینګ اړیکې خورا ښې او پرمختللې وبللې.
-
عبري رسنۍ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د ۹۰۰ اسرائیلي پوځیانو پر هلاکت اعتراف وکړ
Sep 01, 2025 11:19پارس ټوډې- یوې صهیونیسټي ورځپاڼې افشا کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه، د اسرائیلو د پوځ د هلاک شویو عسکرو شمېر ۹۰۰ تنو ته رسېدلی او ۶،۲۱۴ نور ټپیان شوي دي، چې د «اوسپنې تورې» عملیاتو له پیل راهیسې بې سارې دي.
-
د یمن د پوځ لوی درستیز: صهیونیسټي رژیم د خپل ځان لپاره د دوزخ دروازې پرانیستې دي
Sep 01, 2025 10:14پارس ټوډې- د یمن د پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د خپل ځان لپاره د دوزخ دروازې پرانیستې دي؛ ځکه چې زموږ ځواب به سخت او دردناک وي.