بقائي: د ایران او چین اړیکې د پرمختګ په حال کې دي
Sep 01, 2025 14:55 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د تهران او بیجینګ اړیکې خورا ښې او پرمختللې وبللې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تهران او پیکینګ اړیکې خورا ښې او پرمختللې وبللې او ویې ویل: د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو ارمانونه د نړیوالې کچې د قانون حاکمیت ساتلو او ګډو ارزښتونو پر بنسټ دي.
اسماعیل بقائي د چین له شینهوا خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې همدارنګه اعلان وکړ: د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۵ کلن تړون روان او د پرمختګ په حال کې دی.
ټیګونه