-
په غزه کې د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Jun 07, 2025 12:30د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله، د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوې جوړې د واده ځنډېدو له امله ځان وژنه کړې
Jun 07, 2025 11:46د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوې کوژدن شوې جوړې، د ولور نه پوره کولو او د واده دوامداره ځنډېدو له امله، له واده وړاندې ځان وژنه وکړه.
-
په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول
Jun 07, 2025 11:31د افغانستان د کاپیسا ولایت روغتیايي چارواکو ویلي چې، تېره اونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.
-
خیبرپښتونخوا کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۴ نور له TTP سره یو ځای شول
Jun 07, 2025 11:23د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، بلخوا وزیرستان کې بیا ۴ پوځیان له دغه ډلې سره یو ځای شوي دي.
-
د آژانس په حکامو شورا کې د ایران پر ضد هر ډول اقدام په اړه درې اروپايي هېوادونو ته د عراقچي خبرداری
Jun 07, 2025 11:15پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د شورا په غونډه کې د اروپا درې هېوادونو د وروستیو تحرکاتو په غبرګون کې، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته یو روښانه خبرداری ورکړ.
-
د القسام خبرداری: جګړه ودروئ، که نه نو لا زیات تابوتونه به ترلاسه کړئ
Jun 07, 2025 09:25پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې، القسام کنډکونو ویاند د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په سخت خبرداري سره ټینګار یې وکړ: تاسو یوازې دوې لارې لرئ؛ یا جګړه ودروئ یا د لا زیاتو پوځیانو د تابوتونو ترلاسه کولو لپاره چمتو اوسئ.
-
له هند څخه تر ایټالیا پورې؛ د اسرائیلي رژیم پر ضد د هوايي بندیزونو کړۍ تنګه شوه
Jun 07, 2025 09:03پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم رسنیو نیواکي سیمو ته د نړیوالو الوتنو د بندېدو له دوامه خبر ورکړی دی.
-
اسرائیلي رژیم یو ځل بیا سرې کرښې ماتې کړې؛ اروپا دا ځل غبرګون وښود
Jun 07, 2025 08:53پارس ټوډې - فرانسې او بلجیم په یوه ګډه اعلامیه کې، د بیروت په جنوب کې د صهیونیسټي رژیم له خوا برید وغانده او د اوربند د رعایت او له لبنان څخه د سمدستي وتلو غوښتنه یې وکړه.
-
په غزې کې د لسګونو فلسطینیانو په وژلو سره؛ اختر د وینو رنګ واخیست
Jun 07, 2025 08:27پارس ټوډې - د قدس اشغالګرو د جمعې په ورځ او د لوی اختر په ورځ هم په غزه کې له جنګي جنایتونو او نسل وژنې څخه لاس وانخیست او د دې تړانګې پر بېلابېلو سیمو په بمبارولو سره یې، لږ تر لږه ۳۵ فلسطیني وګړي په شهادت ورسول.
-
په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د پریکړه لیک ویټو کول، د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه ده
Jun 06, 2025 03:43پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د صادرولو د مخنیوي لپاره د امریکا اقدام په کلکه وغانده او ویې ویل: دا اقدام د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه او په نیواکي فلسطین کې په قتل عام او ماشوم وژنې کې د دوی د ښکېلتیا او ګډون ثبوت دی.