په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161124-په_کاپیسا_کې_دوه_تنه_د_کانګو_تبې_له_امله_مړه_شول
د افغانستان د کاپیسا ولایت روغتیايي چارواکو ویلي چې، تېره اونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.
(last modified 2025-06-07T10:45:58+00:00 )
Jun 07, 2025 15:01 Asia/Kabul
  • په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول

د افغانستان د کاپیسا ولایت روغتیايي چارواکو ویلي چې، تېره اونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا مشر نیازمحمد مخلص ویلي چې، په یوه اونۍ کې ۴۱ شکمن او ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په یاد ولایت کې علماوو او مخورو ته د یوه ورځني سمینار په ترڅ کې سپارښتنه شوې، چې خلکو ته له دغه ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۵۰ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.