-
شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 02, 2025 11:48را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.
-
د بندیانو خلاصون یوازې د تبادلې د تړون له لارې ممکن دی
Mar 02, 2025 09:37پارس ټوډې – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویلي چې د اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو یوازینۍ لار، د خبرو اترو دویم پړاو ته داخلېدل او له اسرائیلو سره د بندیانو تبادله ده.
-
ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده
Mar 01, 2025 04:23پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" د جمعې د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې د حقانیه مدرسې په جومات کې هغه تروریستي عمل وغانده چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو.
-
په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په بدل کې استعفاء ته چمتو یم
Feb 24, 2025 02:25د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې که په استعفاء یې په اوکراین کې سوله ډاډمنېږي، تیار دی له دندې لاس واخلي.
-
د شهید نصرا... د جنازې عظمت لرونکي مراسم او له سيد مقاومت سره د لوېديځې آسيا د خلکو د بيعت تجديد؛ شنونکو څه وویل؟
Feb 23, 2025 13:57پارس ټوډې - د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي "سید حسن نصرالله" د جنازې مراسم نن یکشنبه (د فبرورۍ په ۲۳مه) په بیروت کې د ۷۹ هېوادونو د رسمي او دولتي پلاويو په حضور کې ترسره شول.
-
د فلسطین د مقاومت جبهه او د غزې خلک د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې بریالي شول
Feb 21, 2025 03:56پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قومندان جنرال "حسین سلامي" د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له عمومي منشي "زیاد النخاله" سره په لیدنه کې وویل، د الاقصی طوفان عملیاتو د صهیونیسټانو د ځواک کمزورتیا نړۍ ته وښوده او دا غوغا په ظاهري ډول ډېره لویه خو په حقیقت کې ډېره کمه ده.
-
په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي
Feb 21, 2025 03:45په زابل کې د طالبانو سیمه ایز چارواک ویلي چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړونکي ټیلر او کوچني موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
-
۱۳ تنو ته د ترافيکي پېښو له امله په غزني ولايت کې مرګ ژوبله واوښته
Feb 20, 2025 10:46د غزني ولايت امنيه قوماندانۍ چارواکو ويلي چې د پنج شنبې په سهار د کابل کندهار پر لويه لار د غزني ولايت مرکز پاتي په سيمه کې د څلورو موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوی او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
افغان طالبان د جرمونو د نړیوالې محکمې پر وړاندې هېڅ ډول ژمنتیا نه لري
Feb 20, 2025 07:57د افغانستان طالبانو اعلان کړی چې دوی د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) پر وړاندې هېڅ ډول ژمنتیا نه لري.
-
افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ککړتیا لوړه کچه لري
Feb 20, 2025 07:47د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او له جګړې څخه د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د ککړتیا لوړه کچه لري.