شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157844
را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.
(last modified 2025-03-02T10:53:38+00:00 )
Mar 02, 2025 15:18 Asia/Kabul
  • شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ ځانمرګي بریدګر د پاکستاني نظامیانو په هغه موټر برید وکړ، چې په سیمه کې په ګزمه بوخت وو، چې په ترڅ کې موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د موندلو په موخه عملیات پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر په پرتله د جنورۍ په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې په پېښو کې ۵۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.