-
په ټل ، پاره چنار لاره کښې ترهګرو بیا یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړل
Nov 05, 2024 15:01زمونږ خبریال راپور راکړی نن بیا په کوزې کرمې کښې د اوچت په ډاډ قمر سیمه کښې په مسافر وړونکو ګاډي باندې د وسله والو ترهګرو په برید کښې تراوسه دوه کسان وژل شوي او یوه ښځه هم ژوبل شوي ده.
-
په کورمې کې په شلمې ورځې هم د پاره چنار پيښور ستره لاره بنده ده
Oct 31, 2024 16:09په پاره چنار کې ځاي ټولنیزو فعالانو چې پرون ئې ددغو لارو په بندیدا باندې په اعتراض کې په ښار کې پرلتۍ وهلي دي،ګواښ کړی چې که سترې لارې خلاصې نشي ،نو دوي به خپلو پرلتیو ته دوام ورکړي اوپر ټولو حکومتي او پوځي مسئولانو او اورګانونو به ټوله لارې وتړي.
-
د پاره چنار د لارو د بندیدا په وجه لسو ناروغانو ساه ورکړه
Oct 26, 2024 16:09د پاکستان ،د کورمې ضلعې د ستر روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،هغه ناروغان چې باید د درملنې لپاره دپيښور او یا نورو سترو ښارونو سترو روغتونونو ته د درملنې لپاره بوتلل شي،د لارو دبندیدا له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي او په تیرو څو ورځو کې د پنځو ماشومانو پشمول لس کسان د بشپړ درلمنې د امکاناتو دنه شتون په وجه ساه ورکړې ده.
-
د پاکستان د ټل ، پاره چنار لاره باید زر تر زره خلاصه شي
Oct 19, 2024 15:42د پاکستان د کرمې شیعه او سني مشرانو او مدني فعالانو د ټل پاره چنار لارې د ژر د پرانیستلو غوښتنه کړي ده.
-
د پاکستان په پاره چنار کې حالات هماغه شان ترینګلي دي
Oct 14, 2024 16:17د کورمې ضلعې له نورو ښارونو سره لاړې تراوسه پورې تړلي دي او امن جرګه دسیمې د حالاتو دښه کولو هڅه کوي ،خو حالات هماغه شان ترینګلي او لارې هم تړلي دي.
-
په درست پاکستان کې د پاراچنار د شیعیانو د وژلو په محکومیت کې مظاهرې دوام لري
Jul 31, 2024 07:15ترټولو ستره غونډه په اسلام اباد کې د پریس کلب په وړاندې شوي او اعتراض کونکو سړیو،ښځو او ماشومانو د شعارونو په ورکولو سره دپاراچنار د بې دفاع خلکو په ضد دتکفیری ترهه ګرو ډلو وسلوال اقدامات په سخته محکوم کړي او ګواښ ئې کړی دی چې که حکومت او پوځ په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي ،نو په نزدې راتلونکي کې به دپاراچنار په لور لاریون وکړي.
-
ایا د بریښنایی الوتنې ټکسي به د هوایی چلند راتلونکي کې انقلاب راولي؟
Mar 02, 2024 08:49چینایي شرکت آټو فلایټ وکولی شول، چې د پراسپریټ په نوم د برېښنایي الوتونکي ټکسي چې چلوونکی هم نلري، په بریالیتوب یې ازموینه ترسره کړي.
-
د تکفیریانو په لاس پاره چنار سیمې بشپړ کلابندي هماغه راز دوام لري
Oct 31, 2023 11:48وروستي اطلاعات ښئ چې د خیبر پختونخواه صبې له کوهاټ او هنګو سیمو څخه دامن جرګې غړي هڅه کوي، اوربند ټینګ کړي خو چې په یوې سیم کې ډ زې بندیږي، نو اورپکي او ترهه ګر په بلې سیمې کې د اور لمبې زیاتوي، دغه راز راپورونه ښئ چې تر بیګا شپې پورې ددواړو خواؤ کابو څلویښت کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.
-
د پاکستان په کرمې سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري
Oct 29, 2023 13:25زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قومونو ترمینځ سخت جنګونه اوس هم دوام لري او دواړه لوري د درنو او د سپکو وسلو بریدونو ته دوام ورکړی.
-
د پاکستان په کورمې کې حکومتی کړئ دشیعه او سني اختلافاتو ته هوا ورکوي
Jul 09, 2023 15:44شبیر ساجدي دغه راز په دغې اعلامیې کې د پاکستان پر مرکزي او صوبائي حکومتونو هم غږ کړی چې په کورمې کې د مځکو د شامیلاتو ترینګلتیاوې چې وخت په وخت د خلکو په وینو ککړیږي، د ریوینیو دریکارډ په اساس سملاسي د ویش اقدام وکړي څو د لازیاتو ځاي اوسیدونکو د وینې د بهیدا مخینوی وشی.