د پاکستان په پاره چنار کې حالات هماغه شان ترینګلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i153220-د_پاکستان_په_پاره_چنار_کې_حالات_هماغه_شان_ترینګلي_دي
د کورمې ضلعې له نورو ښارونو سره لاړې تراوسه پورې تړلي دي او امن جرګه دسیمې د حالاتو دښه کولو هڅه کوي ،خو حالات هماغه شان ترینګلي او لارې هم تړلي دي.
(last modified 2024-10-14T08:22:05+00:00 )
Oct 14, 2024 12:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پاره چنار کې حالات هماغه شان ترینګلي دي

د کورمې ضلعې له نورو ښارونو سره لاړې تراوسه پورې تړلي دي او امن جرګه دسیمې د حالاتو دښه کولو هڅه کوي ،خو حالات هماغه شان ترینګلي او لارې هم تړلي دي.

زمونږخبریال له پاره چناره راپور راکړ،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې  په  مختلفو سیمو کې حالات هماغه شان ترینګلي دي.نن هم لوئر کورم کې  په مینګَک سیمې کې د مخ پټو وسلوالو کسانو په ډزو کې یو کس ظاهر علی  وژل شوی دی

په راپور کې وئيل شوي دي ،دغه کس پخپلو پټَیو کې کار کاوه چې  د وسلوالو کسانو له برید سره مخ شو.

داپه داسې حال کې دي  چې د اَپر کورم  په شینګک سیمې کې څو کسان د ښکار په نیّت سره غرونو ته تللي ؤؤ چې  هلته له مخکې ناستو کسانو  چې  له مقبلو   سره اړونده وو،پر دغو کسانو ډزې کړي چې یو تن پکې ټپي شوی ؤ.له دې پيښې  وروسته  د کنج علیزئ پَل سره نزدې بیا ځینو کسانو له صدې د غوزګړهي مقبلو په لور په تلونکي کانوائ برید وکړ چې په نتیجې کې ئې  پنځلس کسان ووژل  او یو شمیر نور هم پکې ټپیان شوي وو،دا هم وئيل شوي چې په دغه برید کې ښځې او ماشومان هم ترسترګو شوي دي.د پاکستان د نورو ښارونو په لور یوازینی ستر سړک نن ددریمې ورځې لپاره هم تړل شوی دی او تګ راتګ پرې نه کیږي.

دا هم وئيل شوي دي چې د مسافرانود  ګاډي له کانوائ سره  دایف سي مامورانو په ډزو کې  دوه برید ګر هم وژل شوي ،ډیری شناندي وائي چې که ایف مامورانو تل همداسې بریدګرو په ضد اقدامات کولی نو په تیرو وختونو کې به چې له صدې ښار سره نزدې او په چارخیلو  سیمې کې د مسافري ګاډو پر کانوائيو باندې بریدونه نه کیدل چې په لسګونو  کسانو ژوند ئې اخستی دی.د کورمې شیعه اوسني ټولنو او  عامو خلکو دغه پيښه په سخته غندلې ده او له حکومته ئې غوښتي څو د بېګناه کسانو د نیولو په ځاي دې د پيښې اصلي  محرکات وسپړي  اود  سبب جوړونکو په خلاف دې اقدامات وکړي.